افغان تریاک هر کال یو لک انسانان وژني

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 22nd, 2009


ملګری ملتونه په خپل هغه راپور کی چی تازه یې خپور کړی ، وایی چی د افغانستان د تریاکو له امله هر کال سل زره ( یو لک ) انسانان په نړۍ کی له منځه ځی چی دا په دنیا کی تر بلی هری مخدره ییزی مادې لوی تلفات دي چی منځته راځی . خبر وایی چی د امریکا د کوښښ سره سره افغانستان بیا هم د نړۍ څه باندی ۹۰٪ تریاک تولیدوی .

راپور زیاتوی چی د تریاکو عاید طالبانو ته هم ډیره ګټه رسوی او په صرف درو کالو ( ۲۰۰۵ ـ ۲۰۰۸ ) کی هغوی له دې درکه ۱۲۵ ملیونه ډالره د کاله تر لاسه کړي او په دغو پیسو سره امریکایی پوځیان وژنی .

راپور وایی چی اوس دغو مخدره موادو منځنۍ آسیا او روسیې ته هم ډیره مخه کړې او هلته د معتادانو شمېر په بیړه ډیریږی او د کاله څه نا څه پنځوس زره خلک هلته وژنی حال دا چی په ټوله نړۍ کی هر کال له دې درکه د وژل سوو کسانو شمیر یو لک ( ۱۰۰۰۰۰ ) ته رسیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024