مهمند ايجنسۍ : د واده يو بس ګاډی پر ماين ختلئ دئ
د خيبرنيوز په حواله نن د پېښور د مهمند ايجنسۍ په تحصيل -لکړو سيمه کښي د واده د مراسمو يو بس ګاډی د ټانګ ضد پر يو ښخ سوي ماين ختلئ چي له امله يې ۱۸ تنه سپرليان وژل سوي دي چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي .
ويل کيږي چي دا ماين د مهمند ايجنسۍ د سيميزو طالبانو له خوا د پاکستاني فوځ په هدف ځای پر ځای سوئ وو .
دا په سيمه کښی د نن ورځي پر له پسې دريمه پېښه ده چي صورت نيسي؛ تر دې وړاندي يو ځانوژونکی بريدپه اټک کښي ترسره سو چي ۷ تنه يې ووژل او بله د ريموټ کنټرول موټر چاودنه وه چي د پېښور په حيات اباد کښي د يو رستورانټ مخي ته رامنځته سول او نژدې ۱۵ تنه پکښي ټپيان سول .
د پېښور او نورو غټو ښارونو پرله پسې حملې او بريدونه د سيمي د طالبانو له خوا ددوی پر ضد په جنوبي وزيرستان کښي د پاکستاني پوځيانو د روانو عملياتو په مقابل کښي ترسره کيږي چي زياتره قربانيان يې ملکيان وي .