کور / کیسه / « آشن پو تل »

« آشن پو تل »

د « برودر ګریم » دلنډو کیسو څخه ( ۱۸۵۷ )  ژباړه د انترنت څخه


د « آشن پوتل » (Aschenputtel) لنډه کیسه :


د یوه تجار سړي مېرمن ناروغې شوه . کله چې دا په ځان و پوهېده، چې ډېره درنه ناروغې ده، نو خپله لور ئي ځان ته را و بلل او ورته ئي وویل : لوري! زما اخېره ده ته باید په خپل ژوند کي پرهېزګاره، پاکه او ښه پېغله اوسې! خدای ستا سره دی او زه د لوړه څخه تاګورم او ستا پر خوا او شا یم . دا خبري ئي وکړې اوسترګي ئي پوټي کړې او له دې نړۍ نه و بقا ته ولاړه . د دې لور به تل د خپل مور کبر ته تله او هلته به ئي دعا خپلي مور ته کوله او پر کبر ئي ژړله . څرنګه چې مور وصیت ورته کړی وو، هغسي پاکه، پرهېزګاره او ښه پاته وه . په دې مهال کي ئي پلار يوه بله ښځه چې ګونډه وه او د خپل پخواني مېړه څخه ئي دوې لوڼي لرلې، وې کړه . دغه دوې لوڼي ئي هم له ځانه سره خپل د اوسنيی مېړه کور ته را وستلې . ددې ښځي لوڼې سپیني او پی مخي وي، خوپه زړه کرغېړني وې . دې ښځي د خپل بونزۍ هال ډېر ورخراب کی . د دې لوڼو بدي او ردي ورته کولې . دا به ئي ویل : دا لېونې بېعقله هم زموږ په کور ده، څوک چې زموږ سره په کور کي ډوډې خوري باید کار وکي او وې ګټي دا د پخلنځۍ انجلې وباسی! د دې انجلې سم کالي ئي ځني و ایستل یو خراب د خړ ټوکر څخه کالي ورکړه او سمي څپلۍ ئي ځني واخستلې او د لرګي څپلۍ ئي ورکړې . او ریخشند به ئي په واهه . په پخلنځۍ ئي ننه ایسته او ورته ئي وویل : دې بلا ته وګوری؟ دې له سهاره څخه بیا تر ماښامه پوري باید ستونځمن کارونه کړې واي . سهار له وخته دې باید اوبه راوړي واي، اور ئي بل کړی واي، ډوډې ئي پخ کړې واي، کالي ئي پرېولي واي . برسېره پردې لاهم د میرې لوڼي ئي    ورته د اعصابو اري وي . ریخشند به ئي په واهه، ماش به ئي په ايرو کي ور پاشل . دابه کرې ورځ ناسته وه دا به ئي را ټولول . ماښام چې د خوب مهال به سو دا به ستړې هلاکه وه . د خوب پالنګ ئي نه لاره د نغري سره به ایروکي بېدېده . څرنګه چې به سهار له خوبه را کښېناسته هال به ئي خراب او په ايرو به ککړه وه، نو ئي نوم ځنې «آشن پوتل» کښېښود . ( آشن پوتل، الماني اصطلاح ده تقریبا لکه د ایرو نغری)  دغه نوم ئي باندي پاته سو . یوه ورځ چې پلار ئي نندار تون ته تی خپلو دوي پرکټیانو نه ئي وپوښتلې : تاسو ته څه شی راوړم؟ دا یوي ورته وویل ښایسته کالي . دا بلي ورته وویل قیمتي ډبري او مرواري . او ته « اشن پوتل » څه غواړې؟ پلار ئي دا و پوښتل! پلاره چې دکور خواته بېرته راځې هر کله چې ستا د خولۍ څخه یوه پونګه لرونکې لښته و مښتل هغه پرې کړه ماتې راوړه . کله چې بېرته راتی و خپل پیرکټیانو ته ئي ښایسته کالي او قیمتي ډبرې او مرواري را وړه . پر دغه لیار چې دی د کور خواته راتی په یوه ځنګله کي تېرې ده . خو څرنګه چې دی روان وو ناببره ئي د خولۍ څخه یوه پونګه ئي لښته د یوي وني ځني ومښته . دغه پونګه ئي لښته ئي د وني څخه ماته کړه له ځان سره ئي را واخسته . کور ته چې راغی و پیرکټیانو ته ئي خپل سوغاتونه ورکړه او « اشن پوتل » ته ئي هغه لښته چې راوړې وه ور ئي کړه . « آشن پوتل » دغه پونګه ئي لښته راواخسته د مور کبر خواته ولاړه . او دا لښته ئي د مور د کبره سره ئي و ټومبل او ډېر ئي وژړل، چې پخپل اوښکو ئي دا لښته اوبه کړه . دا نهالګی غټ سو یوه لویه ښایسته درخته ځني جوړه سوه . « اشن پوتل » به د ورځي درېواره راتله تر دغي وني لاندي به کښېناسته او ژړل به ئي او خپلي مورته ئي دعا کول . ودغي وني ته به یوه ښایسته وړوکې سپینه کوتره هم راتله . هره غوښتنه چې « آشن پوتل » لرله دي کوترې به ئي مراد تر سره کاوه . یوه ورځ د ورځو باچا مېله جوړه کړه د کلي ټولي پېغلاني انجوڼي ئي مېلمنې کړې . ځکه د باچا زوي په دې انجوڼو کي ځان ته ښځه خوښوله . د  « آشن پوتل » دمیرې لوڼو سمدلاسه « آشن پوتل» ته وویل : راسه ژر سه زموږ مخونه او وېښتیان را جوړ کړه!  بوټونه مو بورس کړه . او ملابندونه مو راسم کړه، چې د باچا زوي غواړي واده وکي هرګ ته ئي ځو! 


 « اشن پوتل » د دوي خبره ومنل د دوي کار ئي وکی خو ژړلې، ولي چې دې هم غوښته، چې و دغي مېلې ته ولاړه سي . خپل میرې ته ئي وویل : اجازه راکه، چې زه هم ولاړه سم! میرې ئي ورته وویل : « اشن پوتل » ته د ایرو ډکه ئي خپل کرغېړن مخ ته وګوره ته څنګه دې مېلې ته ځې! ته کالي نه لرې، بوټونه نه لرې ! او بیا مېلې ته څنګه ځې! چې ډېره غوښتنه او عذرونه ئي وکړه، په پاي کي ميرې ورته وویل : ښه دی! خو په یوه شرط : زه یوه کاسه ماش په ایرو کي تویه وم که دي په دو ساعتو کي را ټول کړه خو ښه، پرېږدم دي او که دي نه کړه راټول نودي نه پرېږدم . میرې ئي دا کار وکی . « آشن پوتل » ولاړه د مور دکبر وني ته، خپل وړوکي کوترې ته ئي وویل : په اېرو کي ماش دي هغه به راټول کړۍ! کوتري پر نورو کوترو ږغ وکی، ډېري کوتري راغلې .


 « اشن پوتل » ورته وویل چې ښې دانې په کاسه کي او خرابي په پیاله کي! کوترو په یوه ګړي ښه ماش په کاسه کي او خراب په پیاله کي سره راټول کړه . ټوله کوتري بېرته والووتې . « اشن پوتل » په خوشالۍ کاسه د ماشو خپل میرې ته یوړه . دا په دې اند وه، چې اوس به ئي پرېږدي . ټولو یو دم پرا ږغ کړه ته کالي نه لرې، بوټونه نه لرې خلک درپورې خاندي! دې ژل او ژلې . خو بیائي میرې ورته وویل : دوې کاسې ماش په اېرو کي تویوم، که دي دغه ماش په یوه ساعت کي راټول کړه، نو دي پرېږدم! میره ئي په دې اند وه، چې دا کار ستونځمن دی، نې سو کولاې . کله چې دې دوې کاسې ماش په اېرو کي وپاشل نو « اشن پوتل » هغې وني ته ورغله او وړوکي کوتر ته ئي وویل :


 پر کوترو ږغ وکه، چې راسې او ماش راټول کړي! کوتري ږغ وکی پر نور کوترو! هغه ټوله راغلې . « اشن پوتل » و کوترو ته وویل : ښه ماش په کاسه کي او خراب ماش په پیاله کي! کوترو په نیم ساعت کي ټوله ښه ماش په کاسه کي او خراب ماش په پیاله کي را ټول کړه . کوتري بېرته والووتي . دې انجلۍ دواړي کاسې په خوشالۍ خپل میرې ته وروړې ، چې اوس به نو اجازه ورکړي . دا ټوله کارونه ستاسره مرسته نه کوي، ولي چې ته کالي او څپلۍنه لرې . او بل موږ په تا هلته شرمیږو . درو سرو ورته شا کړه په غرور ځني ولاړې . کله چې ټوله له کوره ووتل، نو « آشن پوتل » راغله د مور کبر ته او دهغي وني لااندي کښېناسته، چې پخپله ئي کښېنولې وه . ورته وې وویل : وه ښوروه ځان! راوه غورځوه و ماته د سرو زرو او سپینو زرو ورېښمین کالي! هغه وړوکي کوتري ښایسته طلائي د ورېښموکمیس او زریني څپلۍ ورته راوغورځولې، چې ډېر ښایسته وه . دې ژر تر ژره واغوسته او مېلې ته ولاړه . ميرې او د میرې لوڼو دا نه پېژندل . دا په دې کالو کي ډېره ښه ایسېده . دوي په دې اند وه، چې دا کوم باچا لور ده . د « آشن پوتل » په اندیښنه کي خو بېخي نه وه، ولي چې دوي داسي فکر کاوه، چې هغه په کور کي ده . د پاچا زوي راغی دا ئي تر لاس وه نيوله او ور سره وه نځېدی . دباچا زوي دا نه ایله کوله او د بلي انجلي سره ئي هم نڅا نه کوله . که به بله انجلې د باچا زوي ته د نڅا لپاره راغله، ورته ویل به ئي، چې زه ملګرې لرم . تر شپې نا وخته وه نڅېدل . د کور د تګ پر مهال د باچا زوي غوښته، چې دا کورته ورسوي .


چې و پوهيږي، دا انجلې د چا لور ده . په لیار کي دا ځني و تښتېده او د کوترو په خونه ننوته . د باچا زوي ولاړ وو، چې تجار د خپلي مېرمني سره راغی . د باچا زوي ورته وویل : دغه پره دې    انجلې دلته ننوتل! پلار ئي فکر کاوه، چې دغه به « آشن پوتل » وي، چې مړه ئي کي . د کوترو په خونه کي ئي چې وکتل هیڅوک نه وه . او کورته چې راغله وې کتل « اشن پوتل » په نغري کي پخپلو زړو کالو کي پرته ده . یو بل ماښام بیا دغسي باچا د خپل زوي لپاره مېله جوړه کړه . د « اشن پوتل » میرې او لوڼو ئي ځانونه سنګار کړه او مېلې ته ولاړې . « آشن پوتل » بیا هغې وني ته راغله او ږغ ئي پر وکی : وڅنډه وه ځان  ښه کالي مي کړه په ځان . مرغي تر هغه بل وار لاښه او ښایسته کالي او څپلۍ ورکړې . چې « آشن پوتل » ډېره ښه پکښې ایسېده .


کله چې په دې کالو کي په مېله کې را څرګنده شوه هر یو ورته هېښ مښ پاته وو . ځکه دا په دې کالو کي ډېره ښکلې ایسېده . د باچا زوي سمدلاسه ورغی دا ئي ترلاس ونیوله او نڅا ته ئي را وبلل او ور سره و نڅېده . که نورو پېغلانو د باچا د زوي سره د نڅا هڅه کوله ده به ورته ویل، چې زه ملګرې لرم . کله چې ناوخته سو خلک کورو ته تله د باچا زوي و غوښته، چې دا تر کوره ورسوي او ځان ته ئي څرګنده کړې، چې له کومي کورنۍ ده . خو په لیاره کي داځني وځغاستل د ناک پر « ونه » ځني وخته . د باچا زوي ولاړ وو، چې د تجار د خپلي مېرمني او دو پرکټیانو سره راغی . د باچا زوي ورته وویل : دغه پره دې انجلې پر دغه « ونه » وخته . تجار فکر کاوه، چې دا ئي لور ده . له کوره ئي تبر راوړ او ونه ئي په پرې کړه . خو څوک نه وو پکښې . « آشن پوتل » لا وختي د «وني َ» څخه غورځېدلې وه او د مور کبرته ورغلې وه او هلته ئي دا ښه کالي ایستلي وه بېرته ئي خپل هغه زاړه کالي اغوستي وه . او ژر ئي ځان کورته رسولی وو . او د نغري پر غاړه په اېرو کي پرته وه . پلار دوي چې ئي راغله « آشن پوتل » ئي پر خپل ځائ وليده . نو دوي ارام سوه .


 په درېمه ورځ بیا میرې ئي د لوڼو سره د باچا د زوي مېلې ته ځانونه سنګار کړه او ولاړې .


 « آشن پوتل» د پخوا په شانې د مور کبر ته ولاړه او هغې «وني » ته ئي وویل : زرین ښایسته کالي راته وه غورځه وه! سپیني کوتري دا پلا تر هغه واري لا ډېر ښایسته ښکلي کالي او زریني څپلۍ ورته را وغورځولې، چې هیچا نه وه لیدلي . دا کالي دې واغوستل ډېره ښکلې پکښې ایسېده، چې سیالي ئي نه وه . نو مېلې ته ور رهي سووه . څنګه چې د باچا زوي وليده سمدلاسه ورغی . دا ئي ترلاس ونيوله او نڅا ته ئي را وبلل .


د باچا زوي یوازي له دې سره نڅېده که به بله پېغله راتله ده به ورته ویل : زه د نڅا ملګرې لرم . کله چې مجلس پر ماتې دو سو نوهر څوک خپلو کورو ته تله . د باچا زوي د « آشن پوتل » سره روان سو، چې دا کور ته ورسوي . خو « آشن پوتل » ځني ټوپ کړه، د باچا زوي و نسواي کړاي، چې دا راګیر کړي . د ځغاستا پر مهال د « آشن پوتل » د څپلۍ پنده په زینه کي اړه سوه څپلې ئي پاته سوه داولاړه . دغه څپلې چې ډېره ښایسته او زري وه د پاچا د زوي په لاس ورغله . دا بله ورځ د پاچا زوي د تجار کره ورغی او ورته ئي وویل : زه بله ښځه نه کوم بېله هغي ښځي چې دغه څپلې ئي په پښه اصله نسي .


د تجار دو پرکټیانو خوشهالۍ کولې . ولي چې دوي ښایسته پښې لرلې . دا څپلې ئي را واخسته د انجوڼو خوني ته ورغی، چې دوي دا څپلې پر خپلو پښو وازمائي مور ئي هم هلته د خپلو لوڼو سره ناسته وه . یوې انجلۍ دغه څپلې پخپله پښه وازمایله، خو بټه ګوته ئي غټه وه په څپلۍ نه ورننوه ته . مور ئي تېره چاړه پلاس ورکړه او ورته ئي وویل : که ته شازادګۍ سوې، اړینه نه ده، چې ته به په پښو چیري ځې . خپل د پښې دغه بټه ګوته پرې کړه! دې انجلئ خپل د پښې بټه ګوته پرې کړه . خپله پښه ئي په څپلۍ ننه ایسته . ځان ئي درد ته ټینګ کی د باچا زوي ته ورغله . د باچا زوي چې دا ولیده، چې څپلئ ئي په پښه ده دا ئي له ځان سره پر اس سپره کړه او رهي سو . څرنګه چې د باچا زوي د « آشن پوتل » د مور له کبره سره تېرې دی دو کوتري پر هغه « وني » چې د دې د مور د کبر شنخته وه ناستي وي او د باچا پر زوي ئي   ږغ وکی : 


کوکوک، کوکوک وګوره 


 څپلئ ده په وینو لجن بوره    څپلئ وړوکې ده پر پښه     رښته نجلې ناسته ده ګوښه            د باچا زوي چې د څپلۍ خواته وکتل ویني ځني بهیږي او سپین کالي سره سوي وه . د بااچا زوي د اس مخ راوګرځاوه ناسمه انجلې ئي بېرته کورته ور وستل . او ورته ئي و ویل : دا هغه انجلې نه ده، چې زې غواړم! تا سو بله انجلي نه لری؟ تجار ورته وویل : نه! زه خپل ده مړې ښځي څخه یوه لور لرم، چې هغه یوه د خدای په عذاب ککړه وېښتیان شکېدلي انجلې ده، چې « آشن پوتل » نومېږي سته . دا هیڅ ممکنه نه ده، چې دا دي ستا دخوښي ښځه وي! میرې ئي د هغه ځایه پرا ږغ کړه او وې ویل : اخ دا چټله ککړه انجلې د لیدو وړ نه ده . اجازه نه لري، چې و لیده سي! د باچا زوي پر خپل خبره ټینګ سو، چې زه هرومرو هغه ګورم! او وې ویل : پر             « آشن پوتل » باید ږغ وسي چې راسي! « آشن پوتل » خپل ځان کلک داېرو څخه وڅنډی مخ او لاسونه ئي پرېوله او را ووتل . د باچا زوي دغه څپلې پلاس ورکړه دا پر اس کښېناسته د لرګي څپلې ئي وکښه او خپله پښه ئي په څپلۍ ننه ایسته . دغه پښه وه څپلۍ ته داسي ورغله لکه غالب یا لکه چې دي پکښې ریخت کړې وي . کله چې د باچا زوي پورته دې ته وکتل وې پېژانده، چې دا هغه ښایسته پېغله ده، چې ما نڅا ور سره کول . او ږغ ئي وکی او وې ویل: دا هغه انجلې ده، چې ما غوښته . د « آشن پوتل » میرې او لوڼو ئي چې دا خبره واورېده هک پک پاته سوي. له ډېره غوسې او غمه تکي ژړي واوښتې . د باچا زوي « آشن پوتل » پر خپل اس سپره کړه او ولاړ . کله چې بیا د باچا زوي هغه ځائ ته چې د دې د مور کبر وو راغی ، هغه دو کوترو ږغ پر وکی : کوکوک، کوکوک وګوره   په څپلۍ کي وینه نسته نوره  څپلې نه ده بیا تنګه       سمه انجل دي ده تر څنګه
کله چې کوترو دغه ږغ وکی نو را والوتلې د « آشن پوتل » يوه پر شی او بله پر کیڼه اوږه کښېناستې . کله چې واده تر سره کېدی، د میرې دواړي لوڼي راغلې، چې دو ي هم  په دغه واده کي برخه واخلي . نو ئي په چاپلوسي پیل وکړ . کله چې د نکاح لپاره کلیسا ته تله یوه ئي پر شی اوږه او بله ئي پر کیڼه اوږه ورسره رواني وې دغه دو کوترو د یوي کیڼه سترګه او دبلي شی سترګه په موښکه و ایستلې . کله چې د واده مراسم خلاس سوه . دغو دو کوترو د دواړو هغه یوه یوه پاته سترګه ئي هم ځني وکښل . چې د ژوند تر پایه د خپلو ناوړو کړو جزا و ویني .