د قاهري لوديځ ته په 40كيلو مټره كي د دوو اورګاډو په ټكر كي لږتر لږه 25 كسان مړه او تر 55 نور زيات ټپيان شوي .
امنيتي چارواكو ويلي چي پيښه د الغيلط ښار ګوټې په 20كيلو مټرۍ كي شوي او دمړو په شمير كي د زياتولې امكان شته .
د يادوني وړ ده چی د الغياط ښار ګوټي په مصر كي د اورګاډو د پيښو يو تر ټولو د خونړيزي پيښي شاهد دي چه په 2002 كال كي يي سلګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولي وه .
په 2008كي هم په يوه پيښه كي 20 تنه مړه او تر 200 نور ټپيان شوي ول
په مصر كي لرې پرتو سيمو ته په اورګاډي كي سفر كول د ډيروپه اند د نورو وسايلو نه ښه او ارم دې خو د 2002 كال راهيسي پرله پسي پيښو خلك انديښمن كړي .