غزل

د لراوبر اداره | اکتوبر 26th, 2009




ستا په زخمي شونډو د خندا تصوير
دا د بې وسۍ د انتها تصوير

هر کله چې درد له حده ووځي
زړه پورې مې کلک ونيسم ستا تصوير

خوب کې مې ليدلی د بيلتون قيامت
خوب کې مې ليدلی د بلا تصوير

ستا دې وي قسم په وحدانيت د خدای
بل چا ته شکاره نه کړې زما تصوير

نوره د هندارې مخ ته نه ورځم
هېڅکله هم نه ساتي د چا تصوير


هلمند – لښکرګاه

Copyright Larawbar 2007-2024