کور / سياسي / كيري لوګر بل د مرګ كه د ژغورنى كيپسول

كيري لوګر بل د مرګ كه د ژغورنى كيپسول


په دى ورځو كى د كيرى لوګر بل خبره په هر مجلس كى كيږى سره ددى چى ډير خلك ئى نه پيژنى خو د بل په اړه د سياسى ګوندونو دريځونو باندى بحث كوى ، نن به كوښښ وكړم چى د همدى بل څه تاريخچه وليكم او په هغه مرستو خبره وكړم چى پدى صليبى جنګ كى د پاكستان حكمرانانو ته وركړى شوى.
د صليبى جنګ پيل كونكى د امريكى جمهور پاچا جارج ډبليو بوش د قدرت په ورستيو ورځو كى د بايډن لوګر بل خبره په خبرونو كى كښته پورته كيده ، بايډن لوګر بل د امريكايى سينټر بايډن او سينټر رچرډ لوګر لخوا تيار كړى شوى بل وه چى هغه وخت ئى سينيټر اوباما او سينيټره هيليرى كلينټن ملاتړ كولو په 15 جولايى 2008 كال كى د امريكا  سينټ ته وړاندى كړى شو ، د قانون مطابق بل بايد لومړى د خارجه كميټۍ تر غور لاندى راشى نو په هغه وخت كى د خارجه كميټۍ چيرمين په خپله سينيټر بايډن وه نو په 29 جولايى 2008 باندى خارجه كميټۍ بل قبول كړو ، دغه وخت په امريكا كى د انتخاباتو ورځى وى نو د بل خبره شاته وغورځول شوه ، د انتخاباتو څخه ورسته د اوباما په حكومت كى د سينټ د خارجه چارو كميټۍ نوى مشر سينيټر جان كيرى د سنيټر رچرډ لوګر په ملتيا د  بل موضوع رامخته كړه او د بايډن په ځاى د بل په نوم كى د سينيټر كيرى نوم وليكل شو نو كيرى لوګر بل هغه بايډن لوګر بل دى چى په 2008  كال 28 د جولايى د امريكا په سينيټ كى وړاندى كړى شو او خارجه كميټى قبول كړو ، هغه وخت هيڅ يو سياسى ګوند يى مخالفت ونه كړو نه پوهيږم چى ولى؟ د بل په شرايطو نه وه خبر؟ كه د زياتو پيسو په ليدو يى د بل د شرايطو لوستلو زحمت نه كولو ؟ كه چا د چپ كيدو امر ورته كړى وو؟ او يا د وخت په تيريدو د بل په شرائطو كى بدلون راوستل شوى دى؟
كيرى لوګر بل د جان كيرى لخوا د 2009 كال 24 د سبتمر باندى په سينټ كى وړاندى كړى شو او د منظوريدو څخه ورسته په 30 د سبتمبر د ايوان نمايندګانو ته د بحث لپاره وړاندى كړى شو هغوى قبول كړو او په 5 د اكتوبر د صدر اوباما دستخط لپاره سپينى ماڼۍ ته وليږل شو، هغه په 15 د اكتوبر 2009 كال باندى دستخط كړو نو دغه بل د ايس 962 تر عنوان لاندى په سينټ كى ثبت شو او د ايس 1707 عنوان لاندى په ايوان كى ثبت شو همدارنګه د 111-073 تر عنوان لاندى د امريكا په قانون كى ثبت شو ،
د وزيرستان جګړى پيل كولو په دوهم ورځ پاكستان ته د كيرى لوګر بل محرك جان كيرى او د امريكا د فوځ د مركزى كمان مشر حنرل ډيوډ پيټرياس رارسيدل د څه مقصد لپاره وه ؟ ايا د بل نه منونكو جنرالانو او حكمرانانو راضى كولو لپاره د رشوت  شرارت يا امريكى شهريت يا په امريكا كى كور يا ګور د وسلو څخه كار اخيستل وه؟ كه د بل د مادو په بنسټ د وزيرستان په جګړه كى د پاك فوځ كاركردګى له نيژدى څارل وه؟ او كه د پروژى د پيل سره د بل د پيسو لومړى قسط انتقال كول وه؟ كه د بل د منظورۍ په خوشحالۍ كى جشن لمانځل وه؟ كه د امريكى د سفارت په څير د كومى استخباراتى يا فوځى پروژى پرانستل وه؟
په  19 د اكتوبر د پاكستانى حكمرانانو ، فوځيانو او سياسى ګوندونو مشرانو سره د كتلو ورسته سنيټر كيرى اعلان وكړو چى په بل فوځ او حكومت راضى شوى باقى سياسى ګوندونه به هم راځى شى. نه پوهيږم جان كيرى د بل نه منونكو جنرالانو او حكمرانانو باندى څه جادو وكړو چى هغوى د خپلو ځانونو په وژلو راضى شول؟
كيرى لوګر بل په اساس به امريكا په راروان لس كالو كى پاكستان ته 15 اربه ډالر غيرى فوځى كومك وركوى يعنى هر كال به يو نيم ارب ډالر وركوى، د پاكستان وزيرى خارجه شاه محمود قريشى ټولو منډو كوم ځاى ونه نيولو ځكه چى د پيپلز ګوند څخه بغير نورو ټولو سياسى ګوندونو د فوځ په شمولو د بل مخالفت كړى دى ، د جماعت اسلامى لخوا د بل په اړه په 23 د اكتوبر د ريفرنډم اعلان كړى شوى او په خپلو ويناګانو كى په ډاګه كوى چى كيرى لوګر بل د غلامۍ او د فوج په شمول د هيواد حساسى ادارى د امريكا سره د ګروۍ په معنى دى چى مونږ ته هيڅ د قبول وړ نه دى ، همدارنګه د بل په شرايطو د اي ان پى ګوند د نواز شريف ګوند هم ټكونه كړى او خپل مخالفت يى څرګند كړى ، د  پيپلز ګوند د زياتو مخالفتونو په وجه  په خپل دريځ كى ټكنى ښكارى ځكه يى د بل په اړه فيصله پارلمان ته پريښودله خو هغه ورځ چى د بحث لپاره غوره كړى شوى وه د خارجه وزير شاه محمود قريشى له وينا څخه ورسته غونډه بغير د څه فيصلى څخه وه ځنډول شوه او مونږ يى په نتيجه پوه نه شو ،  په بل كى هغه خبرى چى د پاكستان سياسى ګوندونو او فوځ په شمول عوام هم په غوصه كړى هغه پدى ډول دى:
د ايټيمى وسلو غيرى قانونى نيټورك د له منځه وړلو لپاره به پاكستان د امريكى سره تعاون كوى، او پدى سلسله كى چى  هر شخص پورى رسيدلو ضرورت وى د پاكستان حكومت به ممانعت نه كوى، پاكستان به د هيڅ يوى داسى ډلى حمايت نه كوى چى په افغانستان كى د دوى په ځواكونو په حملو او ګاونډى ملكونو كى په حملو باندى تورن وى ، د خپلى خاروى د استعمال اجازه به نه وركوى او د هر هغه فوځى يا استخباراتى شبكى كس څخه به حمايت او دفاع نه كوى كوم كس چى په بيان شوو ډلو په مرسته تورن وى او يا شى، د پښتونخوا په قبايلو او كويټه او د پنجاب په مريد كى به اپريشن كوى ، امريكا به ددى خبرى څيړنه او څارنه كوى چى د انتخاباتو له لارى راغلى حكومت په فوځ څومره حاكميت لرى؟ فوځ د عدلى او حكومتى كارونو كى څومره رول لرى؟ د فوځ د بوديجى منظورى ، چنن اف كمانډ او د فوځيانو ترقى كارونه پدى څارنه او څيړنه كى شامل دى.
پورتنى شرائطو ته كه فكر وكړو نو حقيقتاَ ددى شرايطو منل به د پاكستان فوځ او استخباراتى شبكو لپاره د مرګ كيپسول وى او د عام ولس لپاره به د افين كيپسول وى ، ولس چى كله د نيشى څخه په خود شى نو بيا به پوه شى چى صليبى ډاكټرانو ترينه د بدن كومى عضوى غلا كړى، د ايټيمى وسلو نيټ ورك په اړه چى كوم شرط ايښودل شوى منل ئى  امريكايانو ته اجازه وركول دى چى د پاكستان د ايټمى وسلو جوړونكى ساينسدانان او كاركونكى د شك په بنياد نيولى شى او تحقيق ترينه كولى شى ، نو چى په هيواد كى د ايټمى وسلو ساينسدان محفوظ نه وى نو څوك به په خپل حفاظت متيقن شى ، د پرويز مشرف په دور كى د شك په بنياد د پاكستان ايټم بم جوړونكى ډاكټر عبدالقدير خان څومره وكړول شو نو پدى شرط منلو سره امريكايانو ته اجازه وركول دى چى د پاكستان په هر ځاى كى هرڅوك په خپل سر نيولى شى چى دا خبره په كلى توګه د پاكستان د ازادۍ سره منافى ده.
ويل كيږى چى په كيرى لوګر بل كى څه شرائط نه دى تحرير شوى لكه په اسلام اباد كى د امريكى سفارت ته د پراختيار اجازه ، په دغه پراختيايى پروګرام كى په كيرى لوګر بل د بيان شوو شرايطو باندى د عمل كولو لپاره به يو غټ استخباراتى مركز جوړولى شى او پدى كى به د پاكستان دري واړه فوځى قواوو د څارنى او ددوى د كارونو د څيړنى لپاره به استخباراتى سيستم لګوى يعنى په غيرى رسمى توګه به د پاكستان دري واړه فوځى قواوى او استخباراتى شبكو سرپرستى امريكايان په خپله كوى.
همدارنګه د دوهم شرط په منلو امريكا ته اجازه وركول دى چى كولى شى په پاكستان كى د هغه ټولو ډلو كسان ونيسى چى ددوى په ځواكونو يا هندى كشمير او هندوستان كى په حملو تورن دى ، لكه جيش محمد، لشكر طيبه ، سپاه صحابه ……. نو امريكايانو ته ددى شرط په منلو لاره خلاصيږى چى د هركس كه هغه سياسى وى  كه فوځى وى كه تجار وى او كه عام وګړى وى د ذكر شوو ډلو سره په تړاو لرلو يى تورن كړى او ويى نيسى.

همدارنګه كه نور شرايط ئى وكتل شى نو ټول د ذلت او غلامى پيغام وركوى ، پدى بل سره امريكا غواړى د پاكستان فوځ او استخباراتى شبكى د سياسى حكمرانانو په څير خپل غلامان كړى او د هيواد په مختلفو طرفونو كى د خپلو هيوادوالو په وينو تويولو يى مجبور كړى ولو كه تيرو اتو كلو ته وكتل شى دا كومه نوى خبره نه ده .
د غيرى فوځى خلكو په فوځ كى د ننه كول او د هغوى دپاسه ئى مقررول د فوځ وحدت له منځه وړى ځكه دغه غيرى فوځى خلك به ضرور د يو سياسى ګوند سره تړاو لرى نو فوځ به د مختلفو سياسى ګوندونو ترمنځ تقسيم شى او دغه هغه ناكامه تجربه وه چى د افغانستان پاچا سردار داود خان تر سره كړه ، خپل فوځ يى له واك څخه ووتلو او دى يى ووژلو ورسته تر دى هم د څو پاچاهانو وژل د همدى تجربى حاصل وه.
زه نه پوهيږم چى د كيرى لوګر بل څخه دفاع كونكى ولى په غړيدلو او رډو سترګو د خپل هيواد فوځ او استخباراتو لاسونه او پښى تړى او د امريكا په قفس كى يى اچوى ، دغه كورنۍ د فوځ او استخباراتو څخه د څه شى بدل اخيستل غواړ؟ پدى ټول پوهيږو چى په ملك كى روان جنګ د پاكستان د محفوظ كولو لپاره نه بلكى د غرب د محفوظ كولو لپاره روان دى او هغه خلك چى ددى جنګ حمايت كوى او تودول يى غواړى د هغوى بچى او پيسى هم په غرب كى دى نو له دى كبله د پاكستان د محفوظ كولو ورسره هيڅ ډول سوچ او فكر نشته.

همدارنګه زه نه پوهيږم  چى هغه كوم اسباب دى چى موجوده حكمرانان  د پاكستان فوځ ، استخبارات، پارلمان ، عدليه او نور مهم اورګانونه د امريكا په غلامۍ او عبادت كولو مجبوره وى ، او سره ددى چى پدى ټول پوهيږو چى د امريكا او نورو صليبيانو لخوا د پاكستان حكمرانانو ته وركړى شوى پيسى د عام اولس په درد نه دى دوا شوى ، په روان صليبى جنګ كى صليبيانو په اولو اوو كلو كى د پاكستان حكمرانانو ته 10 اربه 96 كروړه او 10 لكه ډالر د فوځى كومك په نوم وركړى شوى او باقى 4 اربه 59 كروړه او 80 لكه ډالر اقتصادى كومك په نوم وركړى شوى ، كه مونږ د پاكستان د خلكو معيشت ته فكر وكړو نو ددى پوښتنو سره مخ كيږى :
ايا دغه كومكونو د پاكستان په ميعشت څه مثبت اثر كړى؟ بهرنۍ قرضى كمى شوى كه زياتى شوى؟ په ملك كى د غربت درجه لوړه شوى كه كمه شوى؟ د بى روزګارۍ فيصدى لوړه شوى كه كمه شوى؟ د خوراك او څښاك په نرخونو كى كمى راغلى كه زيادت؟ همدارنګه د ملك امنيت ښه شوى كه خراب شوى؟ د ملك هر ځاى محفوظ شوى كه تر جى ايج كيو پورى د ملك هرځاى غيرى محفوظ شوى؟ په عام ولس كى د فوځ او استخباراتى شبكو سره مينه زياته شوى كه نفرت؟ د فوځ وحدت او استحكام سوست شوى كه ټينګ شوى؟

د ملك موجوده حالاتو ته په نظر سره د هيڅ يوى پوښتنى جواب مثبت نه راوځى ، نو بيا ولى مونږ دى ناكامى پاليسۍ ته دوام وركړو، ايا ښه به دا نه وى چى د مسلمانانو ددغه ټوټى خاورى د حفاظت او وقار ساتلو لپاره د روان صليبى اتحاد څخه ځان لرى كړو كه صليبيانو سره د مقابله كونكو همكارى نه شو كولى نو اقلاَ د شر څخه يى لاس واخلو او د هغه بندونو له ورانولو څخه ځان وساتو چى د صليبيانو د خړ سيلاب په مخ كى خنډ دى كه داسى ونه كړو نو هغه ورځ لرى ونه ګڼۍ چى دغم دغه اوښه په خپل كور كى ناست ووينۍ د كيرى لوګر بل په منلو سره ټول قرائن ګواهى وركوى چى پاكستان د خپلى تباهۍ په لورى ګامزن دى ، د صليبيانو سره د تيرو اتوكالو جګړى خو به مو دا يقين پوخ كړى وى چى الله پاك د دنيا د هر سپر پاور څخه قوى دى او هغه كولى شى چى  خپل يو كمزورى مخلوق د مغرورانو د خيټى درد كړى او نيست او نابود يى كړى نو اوس هم كولى شو چى په خپله پاليسۍ د سره غور وكړو او د دښمن له دوستۍ څخه لاس واخلو ، ځان او وطن د انسانانو د غلامۍ څخه وژغورو.

تبصره نسته

  1. Dear Watanmal,
    Nice and comprehensive writing. However, you havent gotten to the depth of your analysis .You must remember that this is not the first time that Punjabi bastards and the military establishment particularly ISI in Pakistan has been selling their wives in return for US dollars. They are doing this to generate money, to fill their banks in the west and enjoy their lives whatever it costs…if militants are dying or ordinary citizen or their military.
    These are all under the disguise of Islam, brotherhood, being loyal to Pakistan etc etc.
    Who produced Taliban? and who nurture them by the money from West? and how the concept of Talibanization is use to spread fear in the West?
    It is all part of the regional and international strategy Pakistan tries to impose on the west pretending that it is facing huge challenges from extremist. Paskistan was standing side by side with Taliban when they were torturing Afghans, they were the ones who were backing Taliban and they were the ones who were recognizing them and even now IT IS PAKISTAN HOSTING TERRORIST TRAINING CENTERs IN ITS HEART …NOT VERY FAR FROM ISLAMABAD….Go to Mansera, Abbotabad, Kashmir etc . And most important of all it is Pakistan which is still a safe heaven for Mula Omer, Maulvi Kabir and other high level Taliban’s Government Officials. ISI is not fighting these Pro-Pakistan Taliban but those who are against their intentions and fighting against the ISI And then it is Pakistan which is branding these Taliban such as Hakimullah Mehsud that is being supported by India.

    You take all these into account and you must know that Pakistan, its political and military establishment are number one SATAN(Shaitan) of the world. May Allah the Almighty curse ISA, curse Pakistan and its political establishment.
    Amin