په زابل کی په یوه وسله واله نښته کی۵سرحدی پولیس ووژل شول
وحيدالله شمس زابل
دانښته ددوشنبی په ورځ ناوخته دزابل ولایت د شملزو ولسوالۍ اړوند دځینځیر په سیمه کې هغه مهال رامینځته شوه چی دسرحدی پولیسو ګزمه د وسله والو طالبانو تر برید لاندي راغله
په کندهار کي د سرحدي لوا قوماندان جنرال عبدالرازق دپیښي دپخلی ترځنګ لروابر ته په یوه ټلیفونی اړیکه کی وویل چې په برید کی د دوی پنځه سرتیری وژل شوی دی چی دده وینا ورسته وسله وال طالبان دسیمی څخه وتښتیدل اوسیمه بیرته دولتی سرتیرو په واک کی واخیسته
عبدالرازق زیاته کړه چې سرحدي پولیس په سیمه کې په ګزمه بوخت ول چې وسله والو طالبانو ورباندي برید وکړ
د نوموړي په خبره چې په نښته کي وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله او ښتې، خو ده يې دقیقه شمیره په ګوته نکړه
بل پلو دیادی ولسوالي ولسوال محمد وزیر جوادی ادعا کوی چی په همدی شپه دافغان ځواکونولخوا په تصفیوی عملیاتو کی اته وسله وال طالبان وژل شوی دی نوموړی زیاتو چی دوژل شو کسانو جسدونه اوس هم دپیښه په ځای کی پراته دی
وسله والو طالبانو که څه هم دخپلو جنګیالیودوژلو په اړه څه ندی ویلی خو پرسرحدی پولیسو دبرید مسولیت په غاړه اخلی
قاري یوسف احمدي وايي پدې برید کې اتلس سرحدي پولیس وژل شوي درې رینجر موټران ویجاړ شوي او یوه انداز وسلي او مهمات طالبانو تر لاسه کړیدي
خو ددی ولایت امنیتی چارواکو دطالب ویاند داادعا بی بنسټه بولی
داپه داسی حال کی ده چې په روان کال کي پدی ولسوالي کی په بیلا بیلو امنیتي پيښو کي لسګونه وسله وال طالبان، افغان او بهرني امنیتي ځواکونه او ملکي کسان وژل شویدي.