کابل ښار مسلسلو فیرونو او چاودنو ولړزاوه
اسوشیټیډ پریس او فرانس پریس آژانس په خپلو تازه راپورونو کی وایی چی نن سهار پر شپږ نیمو بجو د کابل ښار په دننه کی پرله پسې ډزو او چاودنيوجریان درلود . ویل کیږی چی د ښار له منځه غلیظ دود هم راپورته کیږی او څو چاودنی هم سوي دي .
خبر زیاتوی چی هره خوا د مشین ګنونو ضربې رواني دي . پولیس او امریکایی پوځ وویل چی دوی خبر نه دي چی څه پېښه ده . خبر زیاتوی چی امنیتی ځواکونو په « شهر نو » کی یو هوټل هم محاصره کړی دی خو نور جزیًیات یې ورنکړل . ویل کیږی چی د ښار امنیت ځکه ډیر ټینګ ساتل سوی و چی مبادا طالبان د نومبر د اوومی انتخابات ګډوډ نه کړی . نور جزیًیات به وروسته معلوم سي .
د پيښي تازه وېډيو لاندي کتلائ سئ :