دماشيني چرګانوغوښي
ښکاره خبره ده چي دحلال سوو (مذبوح) چرګانويادنوروڅارويو دغوښو خوړلوشرعي وړتيا يې پردې باندي موقوفه ده چي كچيري دچرګ ښارګونه چي مسفوحه وينه پكښي ده پري سوي وي اووينه ځني تللي وي ، درګودپرې كولوپه وخت كښي داللهY نوم په قصدي ډول نوي پاته سوي بېله دې چي دبل چانوم ورسره واخستل سي اودغه حلاليدنه دمسلمان ياكتابي لخواسوي وي دنوموړي چرګ غوښي بېله شبهې حلالي دي اوكه دپورتنيوشرطونوڅخه يوپاته سوى وي غوښي يې حرامي دي .كومي غوښي ياچرګان چي دباندني هيوادونو څخه راځي پردوه ډوله دي :
الف :دبهرنيو هيوادو څخه بندي غوښي .
ب : دفارمي چرګانو غوښي .
کومي غوښي چي دبهرني هيوادو څخه راځي دحلاليدودشرعي ياغير شرعي كيفيت څخه ډاډمن معلومات نوي ددغه غوښوڅخه اجتناب احتياط دي اواحتياط په دين كښي واجب دى ځکه لومړى خو دا معلومه نه ده چي دچرګانو وژنه دوى دبرق يانورو آلاتو په مټ کوي يعني مسفوحه وينه يې وزي اوکه يا که داهم معلومه سي چي مسفوحه وينه يې باسي اودچړي په مټ يې حلالوي بيا نو دا نه ده معلومه چي حلالونکى کس څنګه انسان دى يعنى مسلمان ياکتابي دى اوکه يا که څوک وايي چي دغه چرګان ټوله داهل کتابو په هيوادو کي حلاليږي لکه امريکا ، کانډا اوداسي نور نو لازمي خبره ده چي دغه چرګان به دکتابيانو لخوا حلال سوى وي داخبره هم درسته نه ده ځکه دهغه کتابيانو حلال سوى حيوان حلال دى چي کتابيان وي حال داچي دمعاصري نړۍ زيات اهل کتاب مشرکان دي ځکه دوي وعيسىu ته (العياذبالله) دخداى په زوى وايي نو دمشرک دلاس حلال سوى حيوان جائز نه دى اوددغه غوښوپرحراموالى ترهغه بريده حكم نه كيږي ترڅوچي شرعي اومعتمدبه كسان ددغه چرګانودحلاليدوپرغيرشرعي كيفيت باندي شاهدي ورنكړي اوپه اوازوسره يادچاوچاپه قول سره دحراموالي حکم کول دايمان دزوال وېره ده ځكه دايمان د شرطونو څخه يوشرط دادى چي حلال دخداىY حلال بلل كه پريوشى دحرام حكم وسي اوپه حقيقت كښي هغه شى حرام نوي نو دايمان شرطولاړى كوم وخت چي شرط ولاړسي مشروط هم ځي چي دايمان څخه عبارت دى نوښه داده چي اجتناب ځني وكړل سي كوم وخت چي يي ثبوت په شرعي ډول سره ورته راسي نو بيا دهغه څه حكم کيدلاى چي شريعت يې غوښتنه کوي .
جواهرالفقه جلد ۲صفحه ۴۲۳
دفارمي چرګانوغوښي :څرنګه چي فارمي چرګان په حرامو غوښو باندي روزل کيږي لکه وينى اوداسي نور دداسي غذاوو رانيول خرڅول حرام دي . البته ددغه چرګان په حکم کښي درې شيان موجود دي :
الف :ددغه چرګانو رانيول اوخرڅول
ب : دغذا رانيول اوخرڅول.
ج : دغوښوخوراک يې .
دچرګانو رانيول اوخرڅول جائز دي خو حرامه غذا ورکول جائز نه دي او دحرامي غذا رانيول اوخرڅول هم جائز نه دي .
دغوښو په اړه يې پرېکړه داده چي که غوښي دحرامي غذا لکبله بدبويه سوي وي حرامي دي اوکه نه وي بدبويه سوي حلالي دي نو څرنګه چي په عام ډول دفارمي چرګانو غوښي ددغه حرامي غذا له کبله بدبويه نوي نو حلالي ورته ويل کيږي .ځکه ردالمحتار دهغه چرګانو په اړه وايي چي مرداري خوري : درې ورځي دي يې وتړي بيا دي يې حلال کړي ترڅو هغه بدبويي لمنځه ولاړه سي .
ردالحتار جلد (٥) صفحه (٢١٧)
دژوندي چرګانو تلل
څرګنده ده چي دداسي بيعي (سودا) کول نه ده روا چي درانيونکي او خرڅونکي جګړه ترې جوړيږي لکه ديوه داسي ناڅرګند شي رانيول چي رانيونکي اوخرڅونکي په خپلو کي اندازه نوي ټاکلي نو په پاپله کي رانيونکي يوه اندازه ځني غواړي اوخرڅونکي بله اندازه ورکوي په همدې وجه هدايې دژوندي حيوان تلل روا نه دي بللي چي دحيوان اصلي وزن نه معلوميږي ځکه حيوان دتنفس په مټ يوځلي ځان سپکوي اوبيايې درنوي خو څرنګه چي فارمي چرګان دنوو ميتودونو په مټ پالل سوى دي چي له امله يې په وزن کي زيات توپير نه راځي په همدې وجه دژوندي فارمي چرګانو غوښي روا دي .
احسن الفتاوى جلد (٦) صفحه (٤٩٧)