کور / تازه خبرونه / ږوب: په شېراني سيمه كې شپږ ايراني كردان نيول شوي

ږوب: په شېراني سيمه كې شپږ ايراني كردان نيول شوي

د بلوچستان ږوب سيمې ته نژدې د شېرانيو د سيمې په ماڼېخوا نومي ځاى كې شپږ تنه ايرانيان نيول شوي دي. دغه كسان د امنيتي ملېشه وو پر يوه پوسته باندې د تالاشۍ پر وخت نيول شوي دي او ويل كېږي چې له دوى څخه جعلي پاكستاني شناختي كارټونه هم تر لاسه شوي دي.
د ملېشه ځواكونو ايالتي دفتر د دغو شپږو تنو ايراني اتباعو د نيولو په اړه بې خبري ښوولې، خو له ږوب سيمې څخه تر لاسه شوي خبرونه ښيي چې دغه كسان له كوټې څخه د ږوب او ډېره اسماعيل خان له لارې لاهور ښار ته تلل او هلته يې د نومبر په مياشت كې په جوړېدونكې لويه تبليغي اجتماع كې برخه اخيستله.
ملېشه وو دغه كسان تر نيولو وروسته يوۀ نامالوم ځاى ته لېږدولي دي او پلټنې ورڅخه كوي.
د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم پاكستاني ملېشه وو يوولس تنه ايرانيان د ايران سرحد ته نژدې د بلوچستان په ماشكېل سيمه كې پاكستان ته په ناقانونه توګه د را اوښتو په تور نيولي وو چې بيا يې د تېرې سه شنبې په ورځ بيرته د يوه سرحدي قرارداد پر اساس بيرته خوشي كړل.