د کونړ ځايي چارواکي خبر ورکوي چې نن سهار د خاص کونړ ولسوالۍ د مياګانو په سيمه کې د ماين يوې چاودنې اووه تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د کونړ د والي وياند اد ريس غروال وويل چې ماين د اسد اباد جلال اباد پر لويه لاره د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی و او په يوه شخصي سراچه ډوله موټر وچاوديد چې يو تن ولسي وګړی يې وواژه او شپږ تنه نور يې ټپيان کړل . غروال زياته کړه چې ماين دغلته له پخواچا نه و ايښی بلکې تازه ځای پر ځای شوی و.
دی وايي د جلال اباد او اسد اباد په روغتونونو کې د ټپيانو درملنه روانه ده خو دی يې د روغتيايي حالت په اړه معلومات نه لري.
نوموړي د ماين د ايښودو پړه د چاپر غاړه وانه چوله او نه هم تر اوسه کومې ډلې ددې ماين د چونې او ايښودنې پړه پر غاړه اخيستې. د ويلو ده چې په کونړ کې د ماين تر دې چاودنې دمخه هم دې ته ورته ماينونه چاودلي، چې د کورنيو او بهرنيو سرتېرو تر څنګ يې يو شمېر ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اړولې.