د نوولس کلنو په نړیوال کپ کې د افغان لوبډلې سیالۍ اعلان شوې.
رحيم ګل څاروان
د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په میاشت کې د کرکټ د نړیوال کپ په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د نوولس کلنو د لوبډلې مهالویش اعلان شو، افغانستان په ای ګروپ کې دی او له پياوړو او سختو لوبډلو لکه هند او انګلستان سره به مخ کیږي.
هند تېر کال د نوولس کلنو نړیوال کپ ګټلی وو، پدغه ګروپ کې له افغانستان سره هانګ کانګ هم شته دی.
افغانستان به لومړی لوبه له هند سره پیلوي، دا لوبې په نیوزلینډ کې د جنورۍ په ۱۵ پیلیږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ له وړاندې د هغو لوبغاړو تشه ډکه کړې، چې په کاناډا کې د غوراوي په پړاوو کې تښتېدلي وو، پدغو لوبغاړو حشمت الله شهیدي چې کیڼ لاسی توپ وهونکی څلور نور نوي لوبغاړي ترسترګو کیږي.