افغان سياستوال پروفيسر رسول امين په اسټريليا کې مړ شو
دافغانستان ستر سياسي ، فرهنگي ، علمي شخصيت او دافغانستان دلنډ مهالې ادارې دپوهنې وزير رسول امين داسټريليا دملبور په ښار کې دورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېد .
نوموړې په ١٩٣٩ دمى دمياشتي په لسمه نيټه دکونړ ولايت په مرکز پورې اړوند دواټا پور په کلي کې دمحمد امين خان په کور کې زيږيدلي و لومړنۍ زده کړې يې په افغانستان کې سرته رسولى او دمينځنيو او لوړو زده کړو ترسره کولو لپاره په ١٣٣٤ کال کې پېښور ته راغلى و په پېښور کې يې يو کال دانګريزي او اردو ژبې زده کړه وکړه او بيا دمينځنيو زده کړو دسرته رسولو دپاره د فارورډ سکول اينډ کالج کې شامل شو او په ١٩٦٠ کال کې ترې فارغ شو دلوړو زده کړو دپاره دپېښور په اسلاميه کالج کې داخله واخيسته ، چې بيا ١٩٦٠-١٩٦١ کلونو کې دزده کړې په دوره دخيبر يونين (دخيبر محصلينو اتحاديه ) عمومي مرستيال وټاکل شو .
په ١٩٦٤ کې يې BA او په ٩١٦٦کې دماسټرۍ سند ترلاسه کولو وروسته بيرته افغانستان ته ستون شو . رسول امين افغانستان ته په بيرته ستنيدو دپښتو ټولنې غړيتوب ترلاسه کړ او بيا دکابل پوهنتون دادبياتو او بشري علمو په پوهنځي کې داجتماعي علومو داستاد په توگه وټاکل شو ، چې دمهاجرت تر وخته دکابل په پوهنتون کې دخپل هيواد دځوانانو په روزنه بوخت و پروفيسر امين په ١٣٥٨ کال کې دوخت د رژيم دمخالفت په اثر زندان ته وليږل شو او د زندان څخه تر خلاصيدو وروسته په افغانستان باندې دسرو لښکرو دراتگ سره جوخت پېښور ته مهاجر شو د.
١٩٨٠ څخه تر ١٩٨٥ کالو پورې په پېښور کې دملي اسلامي محاذ په تنظيم کې او هم دافغان اطلاعاتي مرکز کې کار کاوه په ١٩٨٥ کال کې ، چې دده او يو شمير نورو وطن پالو افغانانو له خوا دازاد افغانستان دليکوالو ټولنه (وفا) جوړه شوه دې يې درييس په توگه وټاکل شو وروسته دغه ټولنه دافغانستان دمطالعاتو په مرکز بدله شوه چې بيا هم پروفيسر امين يې مشري کوله رسول امين دهجرت په دوران دمرکز له خوا يو لړ ملي او نړيوال سيمينارونه او کانفرانسونه جوړ کړل .
دخپلواکۍ په نوم مجله ، دوفا مجله ، دوفا اخبار ، دافغانانو جريده او په سلگونو کتابونه يې ددغه مرکز څخه چاپ او خپاره کړل . همدارز دافغانستان دمسيلى په اړه په ډيرو ملي او نړيوالو سيمينارونو او کانفرانسونو کې هم کډون وکړ ، چې دهغې په ترڅ کې دامريکي متحده ايالاتو ، انگليستان ، فرانسي ، المان ، مرکزي اسيا ، ډنمارک ، هالينډ ، بلجيم ، سويس ، يونان ،ايټاليا ، ناروى ، مصر او نورو هيوادونو ته سفرونه وکړل کله چې په روم کې دافغانانو له خوا دافغانستان دمسئلې دحل په اړه افغانان سره راټول شول رسول امين يې دمخکښانو دډلې څخه و او بيا وروسته کله چې دبون دتاريخي پريکړې وروسته په افغانستان کې لنډ مهاله اداره رامينځته شوه .
رسول امين دلنډ مهاله ادارې دپوهنې دوزير په توگه وټاکل شو درسول يو شمير ليکني اثار چاپ شوي او هم دنورو ژبو څخه يې ډير اثار ژباړلي او چاپ کړيدي . پروفيسر امين دلنډ مهالې ادارې تر شپږ مياشتو پورې وزارت څخه وروسته دافغانستان دمطالعاتو درييس په توگه خپله موسيسه پر مخ وړله او له دې لاې يې دخپلو افغانانو په خدمت کې و او په پاې کې د ٢٠٠٩ کال داکتوبر دمياشتې په ٣١ داسټريليا دملبورن په ښار کې دورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو .
د لراوبر ويبپاڼه د ارواښاد استاد رسول امين د مړيني له امله د ژوري خواشينۍ څرګندونه کوي او دا مړينه د افغانستان په علمي ډګر کي يوه ضايعه بولي ، له خدايه ورته د بخښني په دعا لاس پورته کوو ، روح يې ښاد او ياد يې تلپاتي .
په درناوي
د لراوبر ويبپاڼي اداره