د پاکستان سيمه ايز وخت يو ساعت شاته شو

د لراوبر اداره | نوومبر 1st, 2009


په پاكستان كي شواروز ۲۵ ګنټې شو كه څه هم په عامه توګه ورځ او شپه ۲۴ ګنټې وي خو نن په پاكستان كي دا ورځ او شپه ۲۵ پنځويشت ګنټي شول. دا څه د تشويش خبره نه ده ځكه چي كله د شتې ۱۲ بجې شوې نو بېرته دا اعلان وشو چي ګړۍ يوه ګنټه شاته كړئ نو په دې وجه د پاكستان دا شپه او ورځ د څلرويشتو ګنټو په ځاى په پنځويشتو ګنټو بدل شول. ياد د وي چي د ډېرو پر مختللو هيوادنو په رنګه له تېرو څو كالو را ايسته په پاكستان كي هم په كال كي دوه ځله ګړۍ په شا او مخ كېږي چي اكثره وخت د خلګو لپاره د بې باورۍ او وعده خلافۍ سبب جوړېږي .

»

Copyright Larawbar 2007-2024