طالبانو په هلمند کي د ملي پوليسو وژل کېدو خبر ورکړی دی

د لراوبر اداره | نوومبر 1st, 2009


 طالب وياند قاري يوسف وايي چي په هلمند کي يې د خپلو څلور وژل سوو ملګرو په بدل کي اته خارجي اتباع  او ۹ ملي پوليس يې وژلي دي ، له هلمنده په ترلاسه سوو خبرونون کي ويل سوي چي د يوې کورنۍ دوه کسان هغه مهال په ماين ووژل سوه چي په ماين د ژوبل سوي يوه بل ملکي وګړي سره يې کومک کاوه . د يادوني وړ ده چي د هلمند چارواکو د قاري يوسف احمدي دا ادعا رد کړې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024