کور / تازه خبرونه / بان کيمون په کابل کې دى

بان کيمون په کابل کې دى

د ملگرو ملتونو سر منشي بان کيمون کابل ته ورسيد . تر اوسه دهغه د سفر موخه نه ده په ډاگه شوې خو په کابل کې د يوناما دفتر ويلي چې نوموړي به په کابل کې له خپل استازي کاى ايډې ، ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره وگوري .ښاغلى بان په کابل کې د ملگروملتونو د ٥ بهرنيو کارکونکو تر وژل کيدو څو ورځې وروسته افغانستان ته تللى . خو فکر کيږي چې دافغانستان د ټآکنو موضوع به هم دده د سفر په سر کې ځاى ولري . له بل پلوه تمه کيږي نن دافغانستان د ټاکنو کميسيون د دوهم پړاو ټاکنو په اړه خپله پرپکړه اعلان کړي . په دغه ډول حالاتو کې کابل ته د سرمنشي بان راتگ بې اغيزې نه بلل کيږي ، په لومړني تحليل کې داسې فکر کيږي چې د دوهم پړاو ټاکنو د مشروعيت لپاره دده سفر مهم ښکاري .