پاكستان: امريكا دي په نوې ستراتيژۍ كي زموږ مشوره واخلي

56 | نوومبر 2nd, 2009


پاکستان له متحدوایالاتو غوښتنه کړې چي د افغانستان لپاره د خپلې نوې ستراتيژۍ په برخه کي له پاکستان سره مشوره وکړي.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر شاه محمود قریشي پرون د مالیزیا په مرکز کوالالامپور کي د مخ پر ودې هيوادونو د غونډي په حاشیه کي وویل، د پاکستان تجربې او له دې هيواد سره د چارو په سمون کي مشوره د دې ستراتیژۍ د بریالیتوب لپاره حیاتي اهمیت لري.
ښاغلي قریشي زیاته کړه، څومره چې د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ په چارو کې سمون وي په همغه اندازه به د ډيورنډ كرښي په دواړو غاړو کې د وسله والو ډلو پرضد عملیات بریالي وي.

Copyright Larawbar 2007-2024