کور / طنز / لوبه پای ته ورسیده

لوبه پای ته ورسیده

د افغانستان د چپنکي د کرکټ ملی ټیم اود ګریوان څیری د کرکټ بغلی ټیم دګډېدونکو هېوادونو د مشرانو د ګډېدو په ترڅ کې د ډیرسترګې په لارې وروسته د دویم پړاو دلوبو د سياليو پايلو ته لاره وموندله .
ددې ټیمونو په لوبه کې د امریکا ، زورورو ملکونو، فرانسې
انګلستان ا و جرمني او پشلاد پاکستان ګډېدونکو هیوادونو دمشرانو استازو برخه اخیستې وه

دافغانستان دملی کرکټ ټیم مشر چپنکي په دویم پړاو کې د بغلي ټیم مشر له ګریوان څیري څخه لوبه په پچه وګټله
په لومړی لوبه کې لومړی چپنکي لوبه يا بيټنګ وکړ اود حریفانو له څلوېښتو لوبغاړو څخه یې( ۳۸) په منډو کې وسوځوله
چپنکي ډیره ښه لوبه وکړه او په (۳۴) و اورونو کې یې په سلو کې (۵۴) منډې جوړې کړې . او ګریوان څیری هم په(۳۴ ) و اورونو کې په سلو کي( ۲۸ )منډې جوړې کړې.
مګر دګډېدونکو هیوادو استازو دا پایله ونه منله د څه مصلحتونو حساب او کتابونو وروسته يې د چپنکي ملي ټیم منډې په سلو کې ( ۴۹) او د ګریوان څیري بغلي ټیم منډې یې په سلو کې ( ۳۱ ) اعلان کړې نو ځکه لوبه دویم پړاو ته ولاړه.
په دویم پړاو کې ناببره ګریوان څیری په پښه غوماشې وچیچی نوهغه دلوبې لاس په سر شو او ګډېدونکو په پچه چپنکي ګټونکی وباله .

که څه هم دبغلی ټیم منیجر ګریوان څیری په یوه مرکه ویلی وه :
باید د لوبې تر مخه د چپنکي د ملي ټیم درې لوبغاړي مداخله صیب ،پښو حد صیب ، مصارف صیب اود ټیم شپیلکی له نرخه یا ښاره ووځي .
خو د ملی ټیم مشر چپنکي دا وړاندیز په لغته ووهه
د ګډېدونکو هیوادو ویاند بی بی سی وویل :، د د ګریوان څیرې بغلی ټیم توپ وهونکيو د چپنکي ملی ټیم دتوپ اچوونکيو پر وړاندې مقاومت ونه شو کړاى نو وتښتیدل
نو په پایله کې د آب او هوا په نظر کې نیولو سره د چپنکي ملي ټیم د دې سيالۍ غوره لوبغاړى ونومول شو .
یو بل خبر وايي :د زورورو ملکونو مشر بانکی مون د نننۍ لوبې ستاينه وکړه.
هغه وويل دچپنکي د ټیم ملي لوبغاړو دلوبې په هره برخه کې ښه لوبه وکړه .
اود چپنکي د ملي لوبډلې په پرله پسې برياوو یې خوښي څرګنده او ټولو لوبډلو ته يې مبارکي ورکړه .
خو د چپنکې ټیم پټ پټ ژړل چې خپله وړې لوبه يې اخیر په پچه وګتله .