وطن !

د لراوبر اداره | نوومبر 3rd, 2009


ځان اوتن مې دې وطن
راته ګران دې ترختن
له پاميره ترهرا ته
شنې درې اوشنې چمن
دغه خاوره دبابا ده
دنيکونوده مد فن
شملوردلته اوسيږي
دادټولوده مسکن
غاټولان دي غوړيدلي
شازلميان کړې،نن اتن
لوړمرام،لوړخيالونه
داخاصه ده،زمونږفن
دامان دايوآرزوده!
تا به جوړکړمه عدن

کونړ،بريکوټ
١٢ ٩ ١٣٨٨

Copyright Larawbar 2007-2024