کور / نثر / د متل کیسه

د متل کیسه

دمتل کیسه
ما چې دخاوو مړي لیدلي ،
زما کور غړي وتلي
دغه متل کابو اتیا کاله وړاندې د پکتیا په زرمت کې ویل شوی دی
خاوو په زرمل یا زرمت کې د یوې غونډۍ نوم دی چې د همدې غونډۍ په شاوخوا کې سخته جګړه پیښه شوه ، ځینې کسان وایي چې دا خپل منځي جګړه وه خو ډیر بیا وایي چې دا جګړه دسیمې دخلکو او سقاوي لښکرو تر منځ پیښه شوه .
د سقاو حکومت غوښتل چې خلک بیعت ورکړي خو د زرمت خلکو بیعت او مالیه نه ورکوله ، چې بیا وروسته سقاوي ټوپکوال زرمت ته راغلل د زرملې ځوانانو هم دخاوو غونډو شاوخوا ورته ونیوله ، چې ددواړو خواوو تر منځ سخته جګړه پیل شوه په جګړه کې له دواړو خواوو ډیر کسان ووژل شول دجګړې مړي څو ورځې په میدان پا تې ول ، وایي کوم سړی دې غونډۍ ته ورغلی و ، دلته یې مړي لیدلي ول ، چې بیرته خپل کورته تللی و ، په کور ډیر خواشینی و ډوډۍ نه خوړله چا ترې پوښتنه کړې وه ده ورته ویلې ول : ما جې دخاوو مړي لیدلي زما کور غړي وتلي .
چې دده دا خبره وروسته وروسته متل شوه
غړي په دوو معناوو کارول کیږي یو داچې غړي یو ډول پنډې پنډې ډوډۍ دي چې دډبرې په تیغنه یا تبخي اوه اته پاستي په غوړو کې پخوي بیا یا دښې شپې په شپه یا نورو خیراتونو کې جومات ته وړي هلته یې کلیوال او مسافر خوري دمړي کورته دعا کوي .
بل غړي یو ه استعاري جمله هم ده کله چې څوک دیوې سختې پیښې له امله ډیر هیجاني شی هم نو وایي چې غړي مې ووتل ددې متل په اړوند یې دواړه معناوي صدق کوي.
ویل کیږي دسقاو لښکرو دپکتیا په جګړه کې دهغه وخت له پرمختللو وسلو او ماشینګڼو هم کار اخیستی و . په دې باره کې ولسي سندرې هم شته لکه:
ملک داسلام دی ، داسې حال به په چا وي عالمه
سقاو ظالم دی ماشینګڼ پرې چلوي عالمه
په دې برخه کې نورې سندرې او لنډۍ هم شته ، که خدای کول په نورو کتابونو کې به پرې پوره خبرې ولرو.