د پښتو نخوا ايالت د حکو مت د چارواکو نه زموږ هېله

د لراوبر اداره | نوومبر 4th, 2009


د پښتو نخوا دايا لت د مشر ښا غلی امير حيدر خان هو تي صاحب د پا ملر نې وړ!

تا سو ته پته ده چې افغا نان د ١٩٧٨ کال نه را وا خله تر او سه پورې يعني پوره يو دېرش کلو نه و شول چې دډول ډول ستو نزو، ربړونو او نا خوالو سره مخا مخ دي٠ دوی دمجبو ريتو نو له کبله له خپل هيواده بهر مها جر تو نو ته اړ شوي دي او اوس د دې نړۍ داسې هېوادبه نه وي چې افغا نان پکې نه وي ميشته، خو دخدای رضا به همد اسي شوي وي لکه چې يوه پښتو لنډۍ ده چې وايې :

څوک په رضا له ملکه نه ځي ******* ياډېر مجبورشي ياد يار له غمه ځينه

نو افغا نان په تيره بيا پښتا نه هم مجبور شوي دي چې خپل کور او کلی پر يږدي او بهر نيو هيوادونو کې دمها جرت تر خې شپې او ورځې تيرې کړي٠

افغا نا نو ته پښتو نخوا خپل وطن ښکا يږي، ځکه چې ژبه، کلتور ،دودونه ، رواجونه او غم او درد مو سره شر يک دی، نو د رو سا نو تر ير غل ورو سته افغا نان او په مجموع کې پښتا نه ديته مجبور شول چې پښتو نخوا ته کډې وکړي او هلته ميشته شي٠ د غو مها جر ينو ددغو تيرو دير شو کلو نو په تر څ کې ز موږ دپښتو نخوا د او سيد ونکو ورو نوسره په ډېر ورور ګلو يز ه تو ګه او سيدلي او دپښتو نخوا ورونو ته دې هم خدای جنتو نه په نصيب کړي تل يې ددوی سره خوږې او دو ستانه اړيکي در لو دلي دي٠ ډيرو افغا نا نو او له هغې جملې نه پښتنو په پښتو نخوا کې خيښۍ کړي دي يعني يو له بل سره يې د خپلوۍ رشتي ټينګې شوي او خو يندې او لو ڼي يې يو بل ته سره نا ستي دي٠ افغا نا نو هم په تيرو دېر شو کلو نو کې د پښتو نخوا په عمر اني کا رو نو کې ونډه اخيستي ده او ډېرې مزدورۍ او محنتو نه يې کړي دي او د پښتو نخوا په ودانولو کې يې ستره ونډه اخيستې ده٠

تا سو ته پته ده چې ډير شمير افغا نان او په تيره بيا پښتا نه اوس هم د پښتو نخوا په ايا لت کې او سيږي٠ دوی په دې خبره خو شا له دي چې په پښتو نخواکې خو د پښتنو حکو مت دی او دوی خو لرو او برو پښتنو ته په يوه ستر ګه ګوري ٠ خو دبده مر غه که چيرې په سنده، پنجاب او پښتو نخوا کې د دهشتګرو او ويره اچوونکو له خوا کو مه چا ودنه وشي ، نو پو ليس پر ا فغا نا نو پسي شي او بيا نه وچ ګوري او نه لا نده نيسي يې، وهي يې، ټکوي يې او په جيلو نو کې يې اچوي او بيا يې څوک د پو ښتنې هم نه وي ٠ دغه خو را کي افغا نان چې نن په پښتو نخوا کې پر اته دي او نه کور لري او نه ګور د مجبور يتو نو له لا سه هلته در غلي دي٠ دوی په افغا نستان کې د مخه هر څه در لو دل، خو بهر ني تا ړاکګرو هر څه ترې اخيستي دي٠ ددوی زامن، لوڼې، مير منې او پلر ونه په دغې لعنتي جګړې کې شهيدان شوي دي٠ ددوی کورونه وران او ويجاړ شوي دي٠ اوس نه ورسره پيسي شته او نه هم داسي شرايط برابر شوي دي چې بير ته خپلو اصلي ځا يو نو او کليو او با نډو ته ستانه شي، ځکه تر او سه پورې هلته د جګړې اور بل دی٠

په دې ورو ستيو دوو ميا شتو کې ستا سو پو ليسو پر دغو افغا نا نو د محشر ورځ جوړه کړې ده٠ دوی پر لارو او کو څو کې او يا هم په ښار کې د پو ليسو له خوا نيول کيږي،وهل کيږي،پوليس ورته سپکې سپورې وايې٠ همداراز پو ليس د دوی نه ر شو تونه غواړي٠ همدا اوس ډېر بې ګناه افغا نان د همدې پو ليسو له خوا په جيلو نو کې پرا ته دي٠ تا سو ته پته ده چې ډېر افغا نان چې په پښتو نخوا کې او سيږي نود ملګرو ملتو نو دمها جرت دادارې کا رتو نه هم لري، خو ستا سو پو ليس دوی ځوروي٠ نو زموږ افغا نانو هيله داده چې په دې بر خه کې يوه جدي پا ملر نه وکړئ،په تيره بيا د پښتو نخوا دپو ليسو ادارې ته امر وکړئ چې نور دې نا خوالو او غير انساني چلند ته دپای ټکی کښيږدي٠

ستا سو دلا زياتو بر يا ليتو بو نو اوسو کالۍ په هيله !

Copyright Larawbar 2007-2024