طالبانو په پولیسو کی په هره سطح نفوذ کړی دی
د انګلستان ډیلی ټلګراف ورځپاڼه د یو برتانوي لوی افسر له قوله لیکی چی طالبان د پولیسو په هره سطح کی ورننوتلي دي ځکه هغوی سم نه دي روزل سوي ، ډیر فاسد دي ، د مخدره موادو عملیان دي او ډیر یې په اخلاقی فساد ( بچه بازۍ ) روږد دي چی دې ټولو اعمالو د حکومت حیثیت له مځکی وهلی دی . خبر زیاتوی چی پولیسو ته د میاشتی ۲۰۰ ډالره معاش ورکول کیږی نو ځکه هغوی رشوت او فساد ته لاس اچوی او بل دا چی هغوی ته طالبان هم پیسې ورکوی نو ځکه دوی هغو ته کار کوی چی د هلمند په نادعلی کی د یو پولیس لخوا پرون د پنځو برتانوي پوځیانو ویشتل د دې ادعا ښه ثبوت دی .
د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس ورکړ پرون د امریکایی الوتکو د بم وریو له امله چی په هلمند کی یې ( د ۳ ماشومانو په شمول ) ۹ ملکی انسانان شهیدان کړي وو ، خلکو د هغوی جنازې ولایت تو یووړې تر څو په هغوی یې ووینی چی دا ملکی وګړي دي . جنازه وړونکو پر لارې شعارونه ورکول چی مړ دې وی کرزی ! مړه دې وی بهرنیان ! خبر زیاتوی چی پرون په خوست کی هم ورته مظاهره وسوه ځکه امریکایی طیارو هلته هم یو ملکی سړی شهید کړی و .