زابل : امنيتي چارواکو د وسلو يوه زېرمه وموندل
دزابل دشملزو ولسوالي امنتي چارواكي وايي چه د وسلو يوه زيرمه يي موندلې ده .
دزابل امنیتي چارواکي وايي چه ددې ولایت په شملزوولسوالۍ کي دافغان اوبهرنیو ځواکونو د ګډوعملیاتوپه ترڅ کي يي وسلې او چادیدونکي توكي نیولي دي .
دشملزوولسوال محمد وزیرجوادی لراوبرته وويل په نیول شویو توکو کي ۱۰ میله کلاشنکوف ۲۰ دانې لوی ماینونه اویوه اندازه نورچادیدونکي توکي شامل دي .
نوموړی زیاتوي چي پدې اړه یې درې کسه نیولي چي دده په خبره اوس تر پوښتنولاندي دي .
دزابل په شملزو ولسوالۍ کي چارواکي په داسي حال کي دوسلواومهماتو دنیولو خبرورکوي چي دوې ورځي وړاندي هم دملي اردو سرتیرو دمرکز قلات اړوند دخان کلاپه سیمه کي دماینونویوه یوه لویه زیرمه موندلې وه .