کور / تازه خبرونه / دوه امریکایی پوځیان قتل او دوه نور سیند یووړل

دوه امریکایی پوځیان قتل او دوه نور سیند یووړل

ایساف خبر ورکوی چی پرون په جنوب کی دوه امریکایی پوځیان د ماین په چاودنه کی ووژل سول او یو بل عسکر چی هویت یې نه دی ښودلی د خپلو ټپونو څخه مړ سو . په تیرو ۴۸ ساعتونو کی څلور امریکایی پوځیان وژل سوي دي .
د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس ورکړ ویل کیږی چی په بادغیس کی د امریکا دوه پوځیان هغه مهال د سیند اوبو یووړل چی د هلیکوپتر څخه د را اچول سوی اکمالاتی بکس د نیولو هڅه یې کوله چی هغه په اوبو کی لوېدلی و . د دغو ورک سوو پوځیانود پیدا کولو کوښښ تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې .