کور / طنز / د ټولو پوروړی

د ټولو پوروړی

درینګ درینګ د تیلفون شرنګی شو
-هلو
– ته باید په دې دور ه کې خپل کالي موډ بدل کړې!
-ښه صیب په سترګو!
د بل تیلفون توتو شو
-هلو
ـ ته باید د کامو د بد ماشانو پرځای د هغو له اهل کار څخه ګټه واخلې!
ـ ښه صیب! هغسې چې تاسو وایاست.
د بل تیلفون شرنګی شو
-هلو
-ته باید جنګي جنایت کاران له کابینې وباسې!
– په سترګو صیب!
د ملي اټن دنغمې ږغ پورته شو
هو زما مبایل دی
– هلو
– په کابینه کې په هغه زما سره په وعده شوی څوکۍ غوږ دپ نه کړې
-سمه ده، سمه ده
د تیلفون شرنګی شو
– هلو
ته باید رشوت خوره محاکمه کړې!
– په سترګو صیب!
بیا دبل مبایل د اټن نغمه پورته شوه:
– هلو
-هغه زما زوی دی هیر نه شي!
– ښه دی!
دا مو د بابا وطن… د غزلې ږغ پورته شو
هو دابل مبایل مي دی
– هلو
-ګوره هغه دراز بې نمازه والی تغیر نه کړې ما وعده ورسره کړې ده!
– ښه صیب
– بیا د تیلفون شرنګی شو
– هلو
– ورور دی باید ژر له هیواده وباسې!
– په سترګو صیب
بیا د اټن دنغمه پورته شوه
– هلو
– ته باید نور پاتی ونه خورې!
– دسمه ده صیب په ویلو سره يې سر پرله وچرخید او ضعف یې وکړ
د تیلفونو د ږغونو ازانګه په کوټې کی پيچل کیدې شرنګ ، شرنګ. تو تو .توتو دا مو دبابا وطن دیم دیم ديژ…