په کابل او کولن کي د شهيد محمد داود خان ۱۰۰مه کليزه ونمانځل سوه
تېره ورځ په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني لخواد شهيد سردار داود خان د سلمي کليزي په مناسبت علمي او څېړنيزه غونډه کي د افغاني پوهانو ويناوي واورولې ، په غونډه کي داروپا د بېلابېلو هيوادونو څخه افغانانو برخه اخستې وه . په غونډه کي د شهيد داود خان دکارونو او ژوند تر څنګ د کمونسټانو لخوا د ثور کودتاڅخه رازېږېدلې دېرش کلني غميزي په اړه هم د علمي مقالو په ترڅ کي يادوني وسوې .
ددې علمي غونډي په وياړ د افغانستان د کلتوري ودي ټولني لخوا يو شمېر نوي کتابونه هم چاپ سوي وه ، غونډه چي د ماښام پر څه باندي شپږ بجې پيل سوې وه پر ۱۱ بجې يې د پريکړه ليک په صادرولو علمي برخه پای ته ورسېده او د د شپې دوې بجې ددې غونډي جشني برخه پای ته ورسېده .
په کابل کي د شهيد سردارداود خان د سلمي کليزي په وياړ د غونډي راپور :
قدير رسا ، کابل
د اکتوبر پر 30 (د لړم پر اتمه نېټه) په کابل کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له خوا د شهيد محمد داود خان د سلمې کليزې ياد غونډه په دارالامان کې د هغه پر مزار جوړه شوه . څرنګه چې پر همدغه ورځ په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له لوري د شهيد داود خان د سلمې کليزې په مناسبت يو نړيوال سيمينار جوړېدونکی و ، په کابل کې دغه غونډه د جرمني د غونډې پيلامه وه.
په پيل کې د قران عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو تلاوت وشو او بيا څو تنو مشرانو د شهيد داودخان پر مزار د ګلانو ګېډۍ کېښودې .
د کابل په غونډه کې چې ځوان ليکوال او څېړونکي ښاغلي عبدالغفور لېوال چلوله ، لومړی ښاغلي زرين انځور د افغانستان دکلتوري ودې ټولنې په استازيتوب خبرې وکړې او پر هغو اهدافو يې رڼا واچوله چې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د دې سيمينار له جوړېدو څخه لرل .هغه وويل چې شهېد داود خان د افغانستان د معاصر تاريخ يوه نه هېرېدونکې څېره ده او څرنګه چې د هغې دورې ډېرې مهمې څېرې لا تر اوسه ژوندۍ دي ، له همدې کبله لازمه ده چې دهغه په اړه او د هغه د صدارت او جمهوريت د دورو په اړه لومړی لاس مواد راټول او مورخينو او د سبا ورځې نسلونو ته وسپارل شي .
ورپسې نوميالي ليکوال ښاغلي حبيب الله رفيع د داود خان د دورې پر کلتوري او علمي هلو ځلو رڼا واچوله او په تېره بيا د هغه د دورې علمي سيمينارونه يې بې جوړې وبلل چې د افغانستان په معاصر فرهنګي تاريخ کې ساری نه لري . بيا ښاغلي ډاکټر کريم باز دشهيد داود خان په اړه ځيني په زړه پورې خاطرات بيان کړل او له وطن سره د هغه د مينې په اړه يې خبرې وکړې . د غونډې وروستی ويناوال د کابل پوهنتون استاد پوهنوال محمد رسول باوري و ، هغه د افغانستان په معاصر تاريخ کې د شهيد داود خان پر نقش خبرې وکړې او دسرطان پېښې يې د يو لړ بدلونونو لپاره نظامي مانور وګاڼه او ويې ويل چې د هغو دورو څېړل له تاريخي پلوه موږ ته ډېر اهميت لري .
غونډه د مولوي خالقداد له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېدله .
د دواړو غونډو د عکسونو کليکسون د لراوبر د عکسونو په برخه کښي کتلائ سئ !