دزابل دسرې مياشتي پررياست عملياتوکي يوتن وژل سوى اودرې ..
د زابل ولايتي چارواکي وايي چې د هغه عملياتوپه هکله پلټنه کوي چې د ځانګړوامريکايي ځواکونو له خوا د دې ولايت د سرې مياشتې په رياست باندې ترسره سوي دي.
د چارواکو په خبره چې برايي ماښام مهال ځانګړو امريکايي ځواکونو د زابل د سرې مياشتې په رياست باندې يولړ عمليات ترسره کړي چې يو پوليس افسريې وژلى او درې نوريې له ځان سره ژوندي بېولي دي.
دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې وياند وحيد اکبرسروري رسنيوته په اړيکه کې د امريکايي ځواکونو له خوا ترسره شوى کار په کلکه وغانده.
نوموړي وويل چې تېره شپه نېږدې يولس بجې بهرني ځواکونه د زابل دسرې مياشتې نمايندګۍ ته ننوتي د دفتر اسناد يي له ځان سره وړي المارۍ او نور توکي يې ماتي کړي او درې تنه يي له ځان سره بېولي دي.
سروري وويل چې دغه ځواکونو يو تن پوليس چې په امنيه قوماندانۍ کې يې کار کاو او دې سرې مياشتې په نمايندګى کې يې خپلوان وو، هم په ډزو وژلي دى.
د سروري په وينا چې په بېول شويو کسانو کې يوتن د سرې مياشتې دنمايندګى د نشراتو مدير،يوتن موټرچلونکى دى خو په وينا يې چې د هغه بل کس په اړه تراوسه معلومات نسته.
دسرې مياشتې وياند په افغانستان کې په جنګ کې په ټولو ښکيلو غاړو يوځل بيا غږ وکړ چې د دغه ټولنې حقوقوته د درناوى وکړى او که د کوم څه په اړه شک کوي نو وړاندې د دوى ته خبر ورکوي.
که څه هم تراوسه خپله بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي خو د زابل مرستيال والي ګلاب شاه علي خيل نن لراوبرته وويل چې دوى له نړيوالو ځواکونو سره په خبرو بوخت دي ترڅو معلومه کړي چې د کومې موخې پربنسټ د سرې مياشت په رياست عمليات ترسره سوي دي.