ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | نوومبر 10th, 2009


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره د اداري فساد په ستونزې او له هغې د وتلو په لارو چارو او همداراز په شتو امنيتي ستونزو بيلابيل مطالب خپاره كړي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې ناټو د افغانستان په ځينو سيمو كې د پشا كيدو په طرحې غور كوي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي،چې د هلمند ولايت له شمالي سيمو نه د ناټو د ځواكونو ويستل د برتانوي پوځ له مخالفت سره مخ شوې، ځكه د برتانيى د يو قومندان په وينا دا سيمې به يو ځلې بيا د طالبانو تر ولكې لاندې راشي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم پدې طرحې تبصره كړې او ليكلي، چې دداسې يوې طرحې د عملي كيددو پايلې به نه د افغانستان او نه هم پخپله د بهرنيو ځواكونو لپاره د زغم وړ وي.

ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې د افغانستان د نوي حكومت په وړاندې موجودې ستونزې او ننګونې راسپړلې او ليكلي، چې اداري فساد، د نا امنيو خوريدل او په خلكو كې د حكومت په اړه واكمنه د بې باورۍ فضا هغه مسايل دي، چې نوى حكومت يى پر ضد بايد سخته مبارزه وكړي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د اسټامبول غونډې ته د ولسمشر كرزي په وينا تبصره كړې، چې پكې له اسلامي هيوادونو سره د اړيكو په پراخولو ټينګار شوې او ليكلي، چې دا د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره د اړيكو يو نوې پيل دي.

ورځپانې د خپل لومړي مخ په سر كې ددې غونډې يو انځور هم خپور كړې او ليكلي، چې د غونډې برخه والو د ولسمشر كرزې او د افغان حكومت نه خپل ملاتړ اعلان كړ.

ورځپانې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د اداري فساد كورني او بهرني اړخونو ته په اشارې افغان دولت او نړيواله ټولنه د هغې پر ضد په ګډه د مبارزې لپاره مكلف بللي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې په پاكستان كې د افغان كډوالو د زورونې وروستۍ پيښو ته په اشارې ليكلي، چې په ګانډيو هيوادونو كې د افغان ستيزي بهير دوام لري.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د افغانستان د مشرانو جرګې او د بهرنيو چارو وزارت يو ګډ پلاوې په راروانه اونۍ كې پاكستان ته ځي څو له پاكستاني چارواكو سره پدې اړه جدي خبرې وكړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له طالبانو سره د پخلاينې لپاره د برتانيى په هغې طرحې تبصره كړې، چې افغان دولت ته سپارل شوې او ليكلي، چې برتانيه د افغانستان خپلواكې پاكستان ته په باج كې وركوي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ددې طرحې له عملي كيدو سره د پاكستان د لاس وهنې زمينه لا پراخيږي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د اسلامي هيوادونو په اقتصادي غونډه كې د ولسمشر كرزي د وينا ځينې برخې راخستې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې اسلامي نړۍ يوه ځلانده راتلونكې په وړاندې لري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې پدې ټينګار كړې دې، چې افغان دولت د فساد پر ضد د مبارزې لپاره نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري.

ورځپاڼې په دوام كې د امريكا له پي بي ايس ټلويزيون سره د ولسمشر كرزي وروستۍ مركې ته په اشارې ليكلي،چې په حقيقت كې مرستندويه هيوادونو د انجوګانو له لارې د مرستو په لږولو سره د فساد د خوريدو زمينه برابره كړې ده.

ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې د پاكستان دوه مخې سياست انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې آى ايس آى په څه ډول سره پدې پلمه له نړيوالو مالي ګټې ترلاسه كوي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې افغانستان ته د نورو ځواكونو د استولو په اړه روان بحثونه څيړلې او ليكلي، چې د ترورزم پر ضد د روانې مبارزې لپاره د خلكو ملاتړ جلبول ضروري ده.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې پدې ټينګار كړې دې، چې د فساد ريښې بايد وموندلې شي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې د ولسي جرګې د يو غړي دا ادعا راخستې، چې د افغانستان ددفاع وزارت د خپلو جګ پوړو چارواكو د خوندي كولو لپاره په كرايه د زره موټر رانيولي.

ورځپاڼه د موضوع په دوام د جان ګل كارګر په حواله ليكلي، چې ددغو موټرو مياشتنۍ كرايه څلور لكه او پنځه شپيته زره ډالره كيږي، چې د حكومت له بوديجې نه خصوصي امنيتي كمپنۍ ته وركولې كيږي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د فساد له منځه وړل، له طالبانو سره پخلاينه او د امنيت ټينګول د ولسمشر كرزي په وړاندې يو بل ستر ازمون بللې دي، چې اوس مهال د نړيوالو لخوا مطرح كيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024