سروې : اکثریت برتانویان افغان جنګ نه غواړی

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 7th, 2009


فرانس پریس آژانس خبر ورکوی چی ۶۴٪ برتانویان وایی چی د افغانستان جنګ ګټل کېدونکی نه دی ( چی دا د جولای په نسبت ۶٪ زیاتوالی ښیًی ) ، حال دا چی ۲۷٪ دا خبره نه منی ( چی ۴٪ لږوالی ښیًی ) ۱۰٪ هم وایی چی موږ نه پوهیږو . خبر زیاتوی چی ۶۳٪ برتانویان وایی چی زموږ پوځیان باید ډیر ژر راووزی حال دا چی ۳۱٪ موافق نه دي . د دې سروې مشر « انډریو هاکینز » وویل چی هر څوک دا وایی چی افغانستان ګورډن براون ته هغسی کېدونکی دی لکه عراق چی تونی بلېر ته و . دغه پوښتني د ۱۰۰۹ برتانویانو څخه وسوې .
خو څېړونکي وایی چی د ګلبدین نومی پولیس لخوا د هلمند په نادعلی کی د پنځو برتانوی پوځیانو وژلو پر دغه سروې لوی تأثیر وکړ او ډیر برتانویان یې د افغان جنګ مخالف کړل .

Copyright Larawbar 2007-2024