کور / تازه خبرونه / په كنړ كي بهرنى خبريال تښتول شوى

په كنړ كي بهرنى خبريال تښتول شوى

په كنړولايت كې امنيتي چارواكى وايي چې يونارويژى خبريال دوسله والو طالبانولخوا تښتول شوى دى.
د كنړ د امنې قومندان جنرال خليل الله ضيايي ويلي دغه خبريال پرته له دې چې امنيتي مسوولينو ته خبر وركړي د ماڼوګي ولسوالۍ د پيچ درې ته د راپور جوړولو لپاره ورغلى وو.
په كنړ ولايت كې سيمه ايز طالبان ادعا كوي چې دغه خبريال دوى نيولى او اوس مهال ترتحقيقاتو لاندى دى.
په كنړ ولايت كې د سلفي طالبانو يوه مسئول قاري دعوت وويل ښايي د دې نارويژي خبريال د خوشې كولو په بدل كې دوى ځينې غوښتنې هم ولري.