طالبان : د ۲ پوځیانو جسدونه زموږ سره نسته
رویټر په خپل تازه خبر کی وایی چی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ورته ویلی چی په بادغیس کی د دوو ډوب سوو امریکایی پوځیانو جسدونه د دوی سره نسته . مخکی قاری یوسف احمدی ورته ویلی وو چی هغه د دوی سره دي .
د یو بل خبر له مخی چی د انګلستان د دفاع وزارت ورکړ ، ویل کیږی چی پرون د هلمند په سنګین ولسوالي کی یو برتانوﺉ پوځي د ماین په چاودنه کی ووژل سو .