کندوز : په خان آباد بندر کي اور لګېدلئ وو

د لراوبر اداره | جنوري 3rd, 2010


پرون دکندوز ښاردخان آبادپه بندرکې اور لګيدلئ چې په پايله کې ديو مارکيټ درې پوړييزه ودانۍ له منځه ولاړه خودغې پيښې ځانې تلفات ترشاه نه درلودل خو دمارکيټ څښتن ته مالې زيان واوښته .

دمارکيټ څښتن حاجې رفيع کليد ته وويل (( چې اته بجې له دغه ځايه وتلې وواوداور هرڅه ئي ګول کړي وو خو لس بجې ورته احوال راغې چې مارکيټ دي اور اخيستې دي هغه وويل چې اطفايي ته داور دوژلو لپاره احوال ورکړي وو خو داطفايي دځنډرارسيدو له امله هرڅه يي سوزيدلې هغه داور علت خپل غفلت وښوده اوله نورجزئياتودورکولونه يي ډډه وکړه اوزياته يي کړه چې په دغه اورلګيدنه کې ورته نږدي ديولک اوشل زره افغانيو زيان رسيدلې دي ))اور وروسته په دغه ولايت کې داوروژنې دمسوولينوله لوري غلي کړي شو .

ديادونې وړده چې مخکې په همدغه ودانۍ کې دکندوز ولايت دولايتې آمردفتر ووخو اوس مهال خالې شوي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024