کور / کیسه / د واده كارټ ((لنډه كيسه ))

د واده كارټ ((لنډه كيسه ))

په ښوونځي كې ډېر شوخ او نا قرار وم ،هر وخت به له مانه ښوونكو شكايتونه كول او راته به يې راته ويل :
– چې وهلكه!
سم شه ګوره،كه دې همداسې حال وي ،نو په ازموينو كې به ناكام يې !
ما به هېڅكله د دوى خبرو ته چنداني اهميت نه وركاوه .
د سهار د تللو پر وخت به دا منظره داسې ښكلې وه چې د صفت الفاظ يې نشته ځكه چې پر هغې لارې به ډېر هلكان او نجونې ښوونځي ته تلل . د سهار د لمر ښكلو او تودو وړانګو به زموږ تللو ته يو بل شانته رنګ وركوو.
يو ور ځ كله چې د كور څخه د لېسې پر لور روان شوم ،نو نه پوهيږم چې دا خوب ليدل ول او كه ما خوب ليدلو دا ورځ د نورو ورځو پر شان ډير فرق لرلو.ملګري مې هم له ماڅخه لري وو
. د نورو ورځو پر خلاف ما ملګرو ته غږ ونه كړو او هغوى مې ځان ته پريښودل او زه هم ځانته روان شوم . كالنۍ ازموينه هم رانږدې شوې وه، ما ته د استاذانو خبرې مخې مخې ته كېدلې
چې وهلكه !
سم شه ګوره،كه دې همداسې حال وي ،نو په ازموينو كې به ناكام يې !
خو زه پر خپلو سوچونو كې روان وم ،پته نشته چې څه سوچونه وو ،د لږ مزل وروسته مې يو داسې ښكلي او ښايسته جلۍ وليده چې ما داسې بشر په خپل ژوند كې هم نه وه ليدلى او نه مې د داسې يوې ښكلي تصور كولاى شو. د لږ مزل وروسته ور نږدې شوم ، د اول ځل كتو سره مې زړه ورسره پاتې شو . زه يې همداسې بې زړه ښوونځي ته وليږلم د اول ځل و چې ما چا ته خپل زړه وركړ .
خو خلك د چا زړه څه كوي ؟
زه يې په همداسې سوچونو كې پريښودم او ښوونځي ته روام شوم.په ښوونځي كې ملګرو راته ويل چې ياره ولې دومره په سوچونو كې ډوب يې .
ځان مې داسې كړو چې كنې د دوى خبره مې له سره هم نه اوريدلې نه ده . د رسي ساعت شروع كيدو ته يو څه وخت پاتې و، ملګرو د لږ ساعت لپاره د ښوونځي په ميدان كې مستي شروع كړه. ما ته يې غږ كړو، خو ما ورته نارضايې وښوده . د درسي ساعت زنګ يې وهلو .
ملګري مې په همدغسې په مستي بوخت وو چې د ښوونځي سر معلم راغۍ او ټولو ملګرو مې صنف ته منډې كړي .زه همدغسي په سوچونو كې يم چې كله به ښوونځى رخصتيږي او كله به بيا زه هغه پر لاره ګورم . سر معلم زما پر لورې راغى ، شنه لخته يې په لاس كې نيولې وه چې ناڅاپه ملګري مې له مټ څخه كش كړم او د صنف پر لورې يې روان كړم .
اى!!
عمرانه! حسن خان (سرمعلم)راغى .
زه هم د نورو ملګرو په شان د صنف پر لور روان شوم ،خوپه دې نه پو هيدم چې چيرې روان يم د اول ساعت معلم راغى د جغرافيې درس يې شروع كړ.
ته پاسه پرونۍ درس څه و؟
استاذ ،ن ، ن ، ن ، ن،
اودرې!
ته پاسه پرونۍ درس څه و ؟
استاذ، پرون موږ دفضاء په اړه خبرې وكړې .
شاباس كېنه .
د جغرافيې يو ساعت دومره اوږده شو لكه يو كال .
زړه مې په صنف كې قرار نه شو.په دويم ساعت كې د ښوونځي پر ديوال واوښتلم او د كور پر لور روان شوم .د لږ مزل وروسته مې سوچ وكړ چې په كور كې به دې زړه نور هم تنګ شي .دوه ساعته دې همدلته يې تير كړل .ملګري مې ټليفون وكړ چې د كالنۍازموينې لپاره تقسيم اوقات وركوي ،
ما ورته وويل :
هلكه ! اول امتخان د څه دى ؟
منطق
ډېره ښه !
رخصتۍ ته ايله يو ساعت او ۱۵ مينټه پاتې وو.ما هم د خپل بې قرار زړګۍ سره د يو ساعت او ۱۵ مينټو صبر كوو .ملګرى مې پر ځاى پريښود او زه ترې روان شوم .هغه ځاى ته چې زما زړه هلته پاتي و. داسې مې كتل چې د غره نه څوك راښكته شوې وي ، د خپل وجود ورك شوى زړ ه مې پيدا كړو. ور نږدې شوم له ځان سره مې لږ تيز ويل چې زما نوم عمران دى او د ۱۲ټولګي زده كوونكى يم خداى خبر چې زما خبرې به يې اوريدلي وي او كه نه ،داسې روانه شوه ،چې نه يې څه ليدلي وي او نه يې څه اوريدلي وي .
كور ته ورسيدم د نا قرار زړه له لاسه مې ډوډۍ هم ونه خوړله. د ډوډۍ څخه هم پاسيدم . شپه شوه زړګې مې خوب ته هم پرې نه ښودم . شپه وه ،تيره شوه .د سهار لمونځ ته پاسيدم .لمونځ مې وكړ او له لمونځ وروسته مې ځان ښوونځي ته تيار كړ. مور مې اواز وكړ .
بچيه ! دومره دوخته څه په ځان ګوتې وښې
مورې ! چيرته مې كار دى .
چاۍ وڅښه بيا ځه .
نه مورې ! ناوخته كيږي .
د ښوونځي كتابونه مې راواخيستل او د ښوونځي پر لور روان شوم ما نه هير و چې د كالنۍ ازموينې لپاره يې رخصتي وركړي ده .
پر لاره روان وم چې څوك هم نه ګورم هو! هو!
رخصت ؟
د امتخان اوله ورځ به كله راسيږي .
سبا مو له خيره د منطق امتحان دى.
له شپې څخه مې ډير سوچونه كول چې سبا به له خيره ورته د خپل زړه حال وايم .سبا وختي پاسيدم او ښوونځي ته مې ځان تيار كړ، د امتخان تخته مې هم له ځان سره راواخيسته .
روان شوم كله چې ورسره مخامخ شوم لږ څه ورنږدې شوم ، هغه ټولې خبرې چې ما په شپه كې د خپل ځان سره ياده ولې هغه ټولې رانه هيرې شوى دا ورځ هم داسې تيره شوه .
د څو شپو ورځو مې ځان دې ته تياره وو چې زه به ورته د خپل زړه حال وايم خو كله چې مخامخ كيدلم نو ټولې خبرې به مې هيرې شوې .د امتحان په ۷ مه ورځ مې چې كله وليده ،نو سترګي مې پټې كړې او هغه ټول الفاظ چې ما به د شپې له ځان سره يادول ( زه له تا سره مينه لرم ،مينه په ژوند كې ښكلا ده ،مينه ژوند دى ،مينه كول ګناه نه ده) هغه خبرې وې چې ما په كتابونو اومجلو كې لوستي وې .خواخر دهغې زړه تنګ شو اوويې ويل :
نوم مې (خاطره )ده، څوك وايې چې مينه ګناه ده ،خو اوس ټوله خبره نه كيږي لخيره د ازموينې په اخره ورځ به زه خپل ځواب دركړم . دهغې مينې دومره په ما زور وكړ اودومره په انديښنوكې شوم چې د ازموينې په وروستۍ ورځ مې د امتحان په پارچه كې وليكل : خو اوس ټوله خبره نه كيږي له خيره د ازموينې په اخره ورځ به زه خپل ځواب دركړم.

هر ه ورځ او هره شپه به مې له ځان سره دا سوچونه كول چې كيداى شي مينه يې درسره پيدا شوي وي او د خپل زړه حال درته ويلى نه شي .
د امتخان اخره ورځ وه .د پرچو ويشولو وروسته مې د استاد ويلو مخكې د پرچې پر حال كيدو ځان بوخت كړو . د ۳۰ مينټو وروسته مې پرچه وركړه
ځان مې هغه ځاى ته ورسوو كوم ځاى كې چې زما زړه زما د تن څخه جلا شوى و، د رخصت وخت شو .
ما ته هغه خبره چې راياده شوه چې زه به خپل ځواب د امتخان په اخره ورځ دركړم .
د ليرې نه مې وليده چې په لاس كې يې يو كارټ نيولى و، ډير خوشحاله شوم چې د زړه حال به يې به يې ليكلى وي .
رانږدي شوه او راته ويل چې دا وخله عمرانه!
په كارټ كې يې ليكلي و:

ښاغلي عمر ته په درناوى سره بلنه وركول كيږي چې د پيغلې خاطرې اوښاغلي مراد دواده په مراسمو كې په خپل راتګ سره موږ ته خوشالي را وبښـي :
تاريخ : د قوس شلمه نيټه ،دشنبې ورځ ، دمازديګر پنځه بجې .
دخوښۍ هوټل څلورم پوړ.
ماچې بلنليك ولووست پوه نه شوم پاكت مې له لاسه ولويد اوزه هم كيناستم اونور په ځان پوه نه شوم خوهغه وخت په ځان پوه شوم چې سترګې مې وغړولې. مور مې راته په چپركت ناسته وه او ماته سيروم چالان وو .

كابل
سپوږمۍ رسنيز او كلتوري مركز