WFP: د ژمي رارسېدو مخکي مو خوراکي توکي رسولي

56 | نوومبر 10th, 2009


د خوړو نړيواله اداره يا ډبليو اف پي وايي، چي د ژمي تر رارسېدو مخکي يې د هيواد سړو سيمو ته د اړتيا وړ خوراكي مواد رسولي دي.

د خوړو د نړيوالي ادارې وياند جميل الكوزي د سه شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته ويلي چي د افغان حكومت له اړوندو ادارو سره يې په ګډه هغو سيمو ته چي په ژمي كي به يي واوري لاري بندي كړي، يوه زياته اندازه خوراكي مواد رسولي دي .

ويل كېږي چي دغه خوراكي مواد به په راتلونكي ژمي كي، د ۱۳ ولايتونو خلكو ته چي تر نورو ولايتونو په كي زياتي واوري وريږي وركړل شي

Copyright Larawbar 2007-2024