کور / تازه خبرونه / په پکتيکا کي دوه عام خلک وژل شوي

په پکتيکا کي دوه عام خلک وژل شوي

د پكتيكا چارواكي وايي چي، ددي ولايت د يحي خيلو په ولسوالۍ كي د افغان ځواكونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښتنه كي دوه ملكي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

د پكتيكا د والي وياند حميدالله ځواك وايي چي، دغه پېښه هغه وخت وشوه چي، د وسلوالو طالبانو يو توغندۍ په يوه کور کي وموښته.

خو طالبان وايي چي په کور کي د افغان ځواکونو توغندۍ لګېدلې ده، خو دولتي چارواكي د طالبانو دا ادعا نه مني.