بدلون

د لراوبر اداره | نوومبر 10th, 2009


 


 


هغه دنيا ده نن ېې رنګ بدليږي


 اغيا رهغه دی نن ېې څنګ بدليږي


 


دا کومې لوبې  چه  پرون  چلیدې


نن  د هغه  لوبو  نیرنګ   بدلیږې


 


دا د شباب شانې ظاهره ښکاري


که په رښتیاسره ېې خوندبدلیږې


 


پرون چه خپلوکې وه لاس اوګريبان


د هغه خلکو نن فرهنګ بدليږي


 


ځای د ټوپک که  دقلم سره شي


زمونږه شاه زموږ ملنګ بدليږي


 


د يو ارمان  د یو تغیر  په هيله


په علم اوپوهې ځای دجنګ بدليږي



 

په ترخو کوم چه روږده دي

دا ځوانان دي که زاړه دي
په ترخو کوم چې روږده دي
دوی دي خام ياکه پاخه دي
 که د ژوندځينې ماړه دي

د ماښامه تر سهاره
د خزانه   تر بهاره
دوی د کال په هر موسم کې
دغفلت په خوب بيده دي

د دنيا د کارو زياره
د زحمت  او د روزګاره
ځانله نه ګوري ائینه کې
په اوږو د بل پراته دي

د ژوندون ځانله مفهوم شته
حرکت شته هم سکون شته
ددوی ټول عمر سکون دی
د يخنی په شان ساړه دي

ژوندون کار ژوندون  زحمت دی
هر زحمت لره راحت دی
چې مقصد لری په ژوند کې
با وقاره دي درانه دي

ژوند کې درد شته هم خوندونه
هم خوښی شته کړاوونه
مرد هغه وي چې روزګار کي
د صحرا هم د کاله دي

ګيله نشته د جاهله
د بی لارو د غافله
ښه د ښو خلکو نه غواړه
بدان ژوند نلري مړه دي

٨   –   ١١  –  ٢٠٠٩

«

Copyright Larawbar 2007-2024