کور / سياسي / د انتخاباتو ډرامه او راتلونکي لوبي

د انتخاباتو ډرامه او راتلونکي لوبي


په افغانستان کي مي د روان کال د اګسټ د شلمي نېټې دانتخاباتو تر شرمناکي او خندنۍ ډرامې مخکي د دوو بېلو مقالو(‘ايا انتخابات د افغاني مسألو د حل لاره ده؟’  او’ اوس به څه کيږي؟’) په ترڅ کي، چي دلروبرډاټ کام د درنې ملي ويبپاڼي له لاري  خپرې سوې، د انتخاباتو تر پردې لاندي  دکابل د مزدورو واکمنانو پر زياتېدونکو تضادونو او دپردو لښکرو پر خطرناکو ستراتېژيکو نخشو څه نا څه خبري وکړې . وياړم، چي په مقالوکي وړاندي سوي اټکلونه او تحليلونه يو په يو ريشتيا وخته؛ او د هري ورځي په تېرېدو سره يې دبېلابېلو اړخونو ريشتياوالی دلمر په څېر څرګنديږي . البته د ګران هيواد او سیمي د حالاتو په اړه شننه اوسپړنه څه د نبوغ خبره نه ده . نن سبا هر ويښ او دراک افغان په دې ښه پوهېږي، چي دکلاوې سر چيري دئ؛ اوبه چيري او دکومو مقصدوله پاره خړيږي .


په تېرو مقالو کي مو په روښانه ټکو يادونه وکړه، چي يرغلګر پوځونه اصلاًد افغانستان له خاوري څخه په سيمه کي دخپلو پراخو ستراتېژيکي پلانونو او هدفونو د تحقق له پاره کاراخلي .  په کابل کي د يوه ګوډاګي، کمزوري، فاسد اوبې کفايته حکومت ځای پرځای کول تل د دې لويي پروژې د بشپړولو تر ټولو مهم او اساسي شرط ؤ او دئ . ائتلافي ځواکونوتر اتوکالو خونړييو بمبارييو، جګړو او ناامنييو، بندونو او ځورونو، لوږو او بې کارييو، مصيبتونو او دردونو وروسته په پای کي خپل لاس پوڅي، لوټمار، ناکاره او ولسي ضد حکومت  ته د « مشروعيت » موندلو په خاطر، د انتخاباتو رسوا اوشرمناکه ډرامه وړاندي کړه؛ تر څو په دې توګه افغانانو اونړيوالو ته وښيي، چي هغوی له القاعدې او طالبانو سره د جګړې ترڅنګ دبشري حقوقود تأمين او د ولسواکۍد ټينګښت په مقصد، افغانستان ته  تللي دي .


ځينو ساده فکروکسانو داسي ګڼل، چي ګوندي د امريکا متحده ايالات او نور پوځي- سياسي انډيوالان به يې د خپلو هيوادود ډيموکراټيکو دودونو په څېر، په افغانستان کي هم د ريښتينواو ازادو انتخاباتو له لاري د يوه منتخب حکومت په را منځه ته کولوکي له افغانانو سره مرسته وکړي .له همدې امله پرافغانستان سربېره دنړۍ له بېلابېلو هيوادوڅخه څه دپاسه څلوېښتوافغانانو د انتخاباتو بهير ته ور ودانګل . هر چا دخپل جېب او پلويانو د مالي زېرمو په ګچه، پيسې او امکانات را وړاندي کړه . د ځينو برخه والو په انتخاباتي مبارزو کي د پردو توري پيسې، تورلاسونه او توري نخشې له ورايه تر سترګو کېدې . څو ورځي هره خوا د پلوونو، سوغاتونو او ان ډالر ود وېش بازار خورا تود سو .  زموږ ځينومظلومو او بې وزلو هيوادوالو ته د پردو د دې نمايشي او فرمايشي ناټک له برکته ، د يوه نس وريجوغوښو، څو پيسو يا څه سوغات د ترلاسه کولوموقع په لاس ورغله .


ديرغلګرو هيوادو سياسي او استخبارتي کړييو په ډېري هوښيارۍ او چالاکۍ سره کوښښ وکړ، چي دې مضحکي او مسخره لوبي ته دولسواکۍ په رنګ ورکولو سره، څو ورځي عامه افکار په هيواد او سيمه کي له پېښېدونکو فاجعو څخه بلي خواته واړوي . له سياسي، پوځي او مالي پلوه خوار او نېستمن برخه وال په لومړي پړاوکي له لوبي وايستل سوه؛ او مېدان د افغانستان د تېر اته کلن تاريخ دوولويوجنګي او سياسي يږانو ياني حامد کرزي او د هغه سيال – عبدالله عبدالله ( د ډاکټر يا طبيب سپېڅلی لقب په هيڅ ډول له هغه چا سره نه ښايي، چي له پينځه ويشتو- شپږويشتوکالو راهيسي د ناروغانو د خدمت پرځای د انسان وژني، وطن پلورني او لوټمارۍ په چټل سياسي بازارکي سوداکوي . عبدالله او دهغه په شان نورسوداګران بايد هيڅکله په خپلو تش په نامه کاغذونو ونه وياړي)  ته پاته سو . د کرزي او عبدالله عبدالله د ډلوټپلو دواړود پراخو دولتي امکاناتو او تورو پيسو په زور، په  بې ساري بې شرمۍ او سپين سترګۍ سره هڅه وکړه، چي خپل سيال دکابل د ارګ له کيلۍ څخه بې برخي کړي؛ خومقابل لوري په خپل ټول ځواک سره مقاومت وکړ . دواړو ډلو له دولتي واک او توروپيسو څخه په ناوړه ګټي اخيستني سره، دې نندارې ته داسي بڼه ورکړه، چي په هيواد کي دننه او بهر يې د لاس پوڅو مزدورانو او د هغو د بهرنييو بادارانو کرکجني اومکاري څېرې لا نوري هم رسوا کړې . ګرانو لوستونکو ته به ښه ور په ياد وي، چي په کابل کي د تنظيمي  ډلو تر بدمرغه واکمنۍ وروسته، د اسلامي جمعيت مشر- برهان الدين ربانی هم د خپلي خونړۍ او تش په نامه واکمنۍ د عمر اوږدولو له پاره دغه راز ټګييو برګييو ته لاس واچوه . په هر حال، د انتخاباتو بهير، چي ان د نړۍ په ډېرو وروسته پاته هيوادوکي هم له دوو- درو ورځو زيات دوام نه کوي، څه دپاسه دوو مياشتو ته اوږد سو؛ او هره ورځ د سرغړوني، ټګۍ برګۍ، او درغلۍ بېل بېل خبرونه خپرېده … په پای کي دپردې تر شا ناست لارښوونکي او استادان له ناچارۍ د سټېج مخ ته راغله؛ او عام وخاص په دې پوه سوه، چي د انتخاباتو د پروژې اصلي مديران او څارونکي څوک دي .


دا خبره سمه ده، چي کرزی او عبدالله دواړه د يوه آس غوږونه دي؛ دواړه د يرغلګرو پوځونو د بي ۵۲الوتکو په زور زموږ په کړېدلو خلګو نازل سوه؛ د دواړولکۍ په پردو هيوادو او پردو جاسوسي سازمانو پوري تړلي دي؛ نو ځکه ناڅاپي نه وه، چي عبدالله عبدالله ته دکرزي د لاس پوڅي حکومت په لومړييوکلوکي د بهرنييو چارو وزارت وسپارل سو. عبدالله عبدالله که څه هم په دې وروستييو کلو کي دحامد کرزي له حکومت څخه دباندي پاته دئ؛ خو په حقيقت کي دکابل له ګوډاګي حکومت سره نه شلېدونکی او نه بېلېدونکی اړېکی لري . د برهان الدين رباني په مشرۍ « اسلامي جمعيت » او د وژل سوي قومندان – احمدشاه مسعود په مشرۍ « نظار شورا» د شمالي اتحاد دمرکزي اومحوري کړۍ په توګه د حامدکرزي په عبوري، انتقالي او« انتخابي » حکومت کي تر ټولو لويه او غوښينه برخه لرله او تر اوسه يې لري . له دې حقيقت څخه هم هيڅوک سترګي نسي پټولای، چي له څوپلورل سوو، بې واکو او بې غروره پښتنو وزيرانو پرته، د کابينې، سيمه ييزو اورګانونو او وسله والو قواوو( اوردو، پوليسو او امنيت ) ټولي مُهمي او حساسي چوکۍ له هماغه پيل څخه د شمالي اتحاد د غړويا وفادارو استازوپه لاس کي وې او دي . د دولت په ټوله دستګاه کي د پخواني شمالي اتحاد( د دې اتحاد دوه اړخونه ياني د رشيد دوستم « جنبش ملی » او د شيعه ګانو « حزب وحدت » اوس دکرزي تر شا ولاړ دي .) د پراخ نفوذ له امله دئ، چي پښتانه تر اوسه د هيواد په ځينو ادارو اوسفارتوکي د پښتو ويلو جرأت نه لري؛ نورځايونه خوڅه چي د هيواد په « ملي شورا» کي هم د ايراني مزدور- حاجي محمد محقق په څېر جنايتکارانو له خواد « اساسي قانون » د احکامو پرخلاف، په پښتو ژبه ډرۍ او پوزخند وهل کيږي . دکرزي د منحوس ارګ مأمورين وشمېرئ، چي تر اتو کالو فشارونو او انتقادونو وروسته څوکسه پښتانه دي؟  د دې څو محدودو مثالو او بولګو د يادوني مقصد دا دئ، چي دکرزي حکومت په واقعيت کي له هماغه پيل څخه تر اوسه پوري د عبدالله عبدالله د تنظيمي او ائتلافي يارانو په لاس کي ؤ، دئ او تر هغه مهاله به وي، چي افغانستان د مغرضو پردو د جنګي الوتکو او ټانکو تر واک لاندي شپې او ورځي تېر وي؛ او د هیواد مشري د حامدکرزي په شان بې زړه، بې واکه او بې کفايته شخص په لاس کي وي .


له دې ټولو ګډو اړخونو سره سره، د سياسي واک او مادي ګټو پر بنسټ را ولاړ سوو اختلافونو او تضادونو، د پردو دا دوه سرسپارلي واکمنان  مؤقتاًيود بل په وړاندي ودرول . البته د کرزي او عبدالله ترمنځ لنډمهاله اختلافونه، تضادونه او دوښمنۍ څه اريانوونکې خبره نه ده . تر هغه وخته، چي د سياسي واک او ډول ډول مالي ګټومسأله طرحه وي، د پخوانييو ملګرو او دوستانو تر منځ اختلافونه، شخړي او حتا جګړې حتمي خبري دي . ښايي عبدالله عبدالله او دهغه ډلي به امريکايانو، انګرېزانو، فرانسويانو او نورو پردو واکدارانوته  په وارو واروګرېوانونه څېرلي وي، چي دکلونو کلونو صادقانه خدمتو په بدل کي دا پلاد کابل د ارګ کيلي دوی ته په لاس کي ورکي؛ خود نورولويو او کوچنييو نازونو پر خلاف د هغوی دا غوښتنه د پردواربابانو له خواونه منل سوه . سره له دې هم داخبره په دې مانا نه ده، چي پردي جاسوسي سازمانونه او د پردو سياسي – پوځي مشران به د عبدالله عبدالله او دهغه دډلي ټپلي له ملګرتوب او دوستۍ څخه لاس اخلي . په حقيقت کي هم د عبدالله عبدالله په ګډون دکابل ټولي مزدوري ډلي اوسازمانونه د خپل پوځي او سياسي ژوند د دوام له پاره د پردو سياسي، پوځي او مالي مرستو ته اړدي؛ او هم ائتلافي قوتونو دخپلي بقأ او ستراتېژيکو نخشو د عملي کولو په مقصد دهغوی صادقانه خدمتونو ته اړتیا لري . اصلي خبره دا نه ده، چي عبدالله عبدالله پر لوېديځو استخباراتو سربېره له روسيې او ايران سره نيژدې اړيکی لري؛ اويا يې په هيواد کي د تنظيمي جګړو پر مهال د کابل د زرګونوبې ګونا اوسېدونکو په وينو لاسونه لړلي دي؛ بلکي د پاملرني ترټولو مهم او اساسي ټکی يوازي دا دئ، چي دبهرنييو پوځونو ستراتېژيستان دمګړی د افغانستان له پاره د عبدالله عبدالله په سياسي مشرتابه کي هغه موخي او ګټي نسي تر لاسه کولای، چي له کلونو کلونو راهيسي يې خوبونه ليدلي دي؛ د هغو دتحقق له پاره يې ميليارډونه ډالرلګولي دي او د بشري حقوقو، ډيموکراسۍ اوپرمختګ په درواغجنو نومونويې خپل زرګونه پوځيان قرباني کړي دي؛ او لاتراوسه په ډېري ميني سره دې بهير ته دوام ورکوي . . .


د تروريزم پر ضد دائتلافي لښکرو مبارزې نه يوازي د افغانانووران او جنګ ځپلي هيواد ته سوله او امنيت،قانونيت او عدالت، ترقي او پرمختګ  رانوست، بلکي زموږ دهیواد سياسي استقلال، ملي واکمني او مځکنۍ بشپړتيايې له لوی اوجدي ګواښ سره مخامخ کړه . ددوی له شامته اوس د ډيوريند د کرښي دواړو خواوو ته دلږوډېر پينځوس ميليونو پښتنو ژوند په وينو لړلئ دئ؛ او ددغو نابللو لښکرو د راتګ له هماغه پیل څخه يې بې بمبارييو، بې جنازو او پاتاوو به څه نه دي ليدلي . کولتوري، اجتماعي او اقتصادي پرمختګ خو څه چي ان په خپلو پلرنييو سيموکي هم د پردو په څېر ژوندکوي؛ دکورونو دروازې يې په بمونو الوزول کيږي؛ اولادونه او عزيزان يې د شپې په تياره کي له خپلوکلو اوکورونو څخه محبسونو ته بيول کيږي؛ پر پت او عزت يې تېری کيږي؛ په ژبه، دود او دستور يې ملنډي وهلي کيږي؛ مالونه او جايدادونه يې په بې رحمۍ سره لوټيږي؛ د پوځي اوسياسي زورواکانو او بېلابېلو ملېشو د ظالمانه چال چلند له کبله دخپلوپلرنييو کلو اوکورونو پرېښوولو ته اړ ايستل کيږي او داسي نور ناروا عملونه، چي فهرست يې ډېر اوږد دئ . په داسي شرايطو او حالاتو کي د افغانستان پر بې وزلو او ربړېدلو خلګو يو ځل بيا د حامدکرزي په مشرۍ د غلو، جنايتکارانو، جاسوسانو او نورو بدنامو جنګي ډلود استازو د فاسد او بې کفايته حکومت تپل ګرده د دې خبري ښکاره ثبوتونه دي، چي ائتلافي پوځونه افغانستان ته د خپلوکرغېړنو ستراتېژيکو نخشو د عملي کولو له پاره راغلي دي نه دتروريزم، افراطيت،  زورزياتي، فساد اوډول ډول انساني ضدکړنوڅخه دافغانانو د ژغورني او مرستي له پاره .


دا چي د پردو دولتو سیاسي او پوځي مشرانو ولي حامد کرزی د هغه له ناکام اوشرمناک کاري ريکارډ سره سره يو پلابيا د افغانستان پر مظلومو خلګو وتپه؟ خورا په زړه پوري پوښتنه ده .  په تېره مقاله ( اوس به څه کيږي؟)کي مو په دې اړه اوږدې خبري کړي دي؛ خو دلته د حامدکرزي په لاس پوڅي حکومت کي د پردو دولتونو د ستراتېژيکو هدفونو د څرګندولوله پاره د څولنډوټکو يادونه بې ګټي نه ده . لکه څنګه چي مخکي هم يادونه وسوه يرغلګر پوځونه د خړواو سپېرو افغانانو پر مخونو مين نه دي؛ او نه هم له خپلو دروغجنو ادعاوو سره سم زموږ  د سياسي استقلال، ملي واکمنۍ او مځکنۍ بشپړتيا د ساتني؛ او په هيواد کي د ډيموکراټيکو او بشري ارزښتونو د پياوړتيا په مقصد دې هيواد  ته راغلي دي . که له هغوی سره د مظلومو اواسکېرلو خلګو داسي مينه او خواخوږي وي، نوبياد هغومظلومو ولسونو ژغورني ته ولي نه وردانګي، چي دبېلابېلو دلايلو له مخي تر موږ ډېر ور نيژدې دي؟ د فلسطين مظلوم ولس تر ټولو ښه مثال دئ . عجبه خو داده، چي همدا« بشردوستان » په خپله اسراييلو ته ورانوونکي عصري وسلې او ميليارډونه ډالر ورکوي، چي د بې دفاع فلسطينيانو په ځپلو کي يې په کارواچوي . بارک اوباما او حکومت يې په ظاهره د فلسطينيانو په نيول سوې خاوره کي د اسراييلي استوګنځييود جوړولو مخنيوی کوي؛ خو اسراييل په بې ساري بې شرمۍ او بې پروايۍ سره ورځ په ورځ هغه لا پسي غزوي . امريکايي مقامات او نورلوېديځ دولتونه نن سبا د برلين د ديوال د نړېدو کاليزه لمانځي؛ خوپه فلسطين، عراق او افغانستان کي ددېوالود جوړولوملاتړ کوي . د لوېديځ استخباراتي سازمانو  لومړی د تروريزم او افراطيت په توخم شيندولو او روزنه کي نامعقولي او ناسجول سوي لاري غوره کړې؛ او دا دئ نن سبا د هغو په له منځه وړلو کي هم له تعقل او منطق څخه کار نه اخلي .


د مکتب شاګردان حتا په دې خبره پوهېږي، چي د تروريزم، زورزياتي، افراطيت او نوروټولنيزو ناخوالو له منځه وړل د هري ټولني په سياسي، اجتماعي، فرهنګي، اقتصادي او نورو برخو کي ژورو او هر اړخېزو بدلونو ته اړتيا لري . ددې خبر ي په ريشتياوالي کي هيڅ شک نسته، چي د ټولني له بېلابېلو کورنييو اوبهرنییو تضادونوڅخه را ټوکېدلي پديدې هيڅکله د الوتکو په بمو او د ټانکو په ګولييو له منځه نه ځي . دې لوړ انساني ارمان ته د رسېدو په خاطر بايد تر هر څه مخکي په ټولنه کي د لوږي، بې کارۍ، بې کورۍ، بې سوادۍ او ډول ډول ناروغیيومخه ونيوله سي؛ د خلګو ديني او فکري عقايدو او کلتوري ارزښتونو ته په ټينګه پام وسي؛ د ټولني ټول وګړي د امنيت، قانونيت او عدالت په رڼا کي ژوند وکړي؛ او په پای کي د انساني ژوند ازاده اوسوکاله فضا را منځ ته سي . له بله پلوه په فلسطين، عراق، افغانستان اود نړۍ په بېلابېلو سيموکي له بې دفاع خلګو سره ظلمونه او زورزياتی، دولسي ضد رژيمونو ملاتړ او د مظلومو ملتونو له طبيعي زېرمو او قلمرو څخه ناوړه استفاده، د نړۍ په هيڅ ګوټ کي بشري ضمير پر ارامه نه پرېږدي .


که خبره د تروريزم ، زورزياتي او افراطيت وي، نو دا خو هرچا ته مالومه ده، چي دا درې سره پديدې په واقعيت کي د پاکستاني آی . ايس . آی .، سعودي استخباراتو، سي . آی . اې . او نورو لوېديځو استخباراتي شبکو د مهربانييو نتيجه ده .  زموږ د هيواد د تاريخ دېرش کاله مخکي تاريخي پېښو ته په يوه سرسري او ځغلنده کتني سره له ورايه جوتيږي، چي که استعمارګرو دولتو د خپلو ستراتېژيکو ګټو د ترلاسه کولو له پاره، دغه راز جريانو او سازمانو ته په غيرطبيعي ډول وده نه وای ورکړی، اوس به په نړۍ کي د داسي لويو تراژيدييو شاهد نه وو . په دې توګه، يرغلګر پوځونه له تروريزم او افراطيت سره دمبارزې تر پردې لاندي نوري اجنداوي او پلانونه پرمخ بيايي؛ اوحامد کرزی ددغوکرغېړنو پلانونو د تحقق له پاره په افغانستان تر ټولو غوره او مساعد حکومتي مشر دئ .  مصلحت، سازش او معامله ګري د حامد کرزي په بېلابېلو ځانګړتياووکي د هغه تر ټولو غوره او ممتاز صفت دئ . هغه دافغانستان د تېر دېرش کلن خونړي تاريخ له داسي تورواوکرغېړنو څېرو سره سوداوي کړي دي، چي هرغيرتمن او بادرده افغان يې حتا دنامه په اروېدو رنځ ګالي . قسيم فهيم، رشيد دوستم، کريم خليلي، حاجي محمد محقق، رسول سياف او په لسګونو نورجلادان  اوس ټول د ده په څنګ کي ولاړ دي . د ده په ډله کي د غلو، لوټمارانو، بډي اخيستونکو، اختلاس کوونکو، قاچاقبرانو او سياسي فرصت غوښتونکو شمېر هم لږ نه دئ . هغه په وياړ او زړورتيا سره زموږ د وروڼو او خوندو قاتلانو ته د ملي اتلانو القاب ورکوي؛ په ياد يې غونډي  او سمينارونه جوړوي؛ د هيواد مکتبونه، سړکونه او نورملي تأسيسات يې په کرغېړنو نومونو مسما کوي؛ د زورواکانو د هر ډول خاينانه او ظالمانه عملونو په وړاندي سترګي پټوي؛ خپلو ائتلافي فرعونانو ته برالا اجازه ورکوي، چي د کابل د« شېرپور»  په ګډون د هيواد په هرولايت کي پر دولتي مځکو ديوالونه راوګرځوي او بيا يې د خپلو پلرونو د قانوني ميراث په ګوته پر خلګووپلوري ؛ چاته د خاورو په بيه د دولتي تأسيساتو او مځکو د ملکيت سندونه ورکوي؛ د چا د خوشالولو له پاره دمارشالۍ او جنرالۍ رتبې تحفه کوي؛ کله کله د خلګو د غولولو لپاره اسلام ته د سپکاوي په تور، په ټګۍ برګۍ سره څوک زندان ته اچوي؛ او بيا يې د خپلو بهرنييوبادارانو په لارښوونه بې قانوني اجازې په پټه تر مورۍ باسي؛ دځينو پلورل سوو مزدورانو درضايت او خوښۍ په خاطر د افغانستان  په ځينو دولتي مؤسسو او سفارتوکي داسي واکمنان ټاکي، چي د هيواد لرغوني اوملي ژبي – پښتوته د دوږخ دژبي په سترګي ګوري؛ ويل يې ځان ته شرم او سپکاوی ګڼي . . .


د کرزي د شخصيت د غو مساعدو ځانګړتياوو ته پام سره، ناڅاپي نه ده چي دافغانستان ګردو بدناموعناصرو او ډلو ټپلو د خپل سياسي ژوند او ناروا ګټو د ژغورني په مقصد دکرزي تودې غېږي ته پناه وړې ده؛ داځکه چي کرزی د خپل فکري او ايډيالوژيکي جوړښت، کورني تاريخ او سیاسي اړيکو پر بنسټ دامريکا دمتحدو ايالاتواو نورو لوېديځو هيوادو استخباراتي ادارو ته په وفاداري کي هيڅ کمی نه لري . په حقيقت کي کرزی د پاکستاني آی . ايس . آی او سي . آی . اې هغه نهال دئ، چي له دېرشو کالو راهيسي يې له نيژدې څخه د هغه پالنه او روزنه کړې ده . کرزي په تېرواتو کالوکي د بېلابېلو جنګي او سیاسي ډلوټپلواو ائتلافي قوتونو ترمنځ د منځکړي يا واسط رول ادأ کړی دئ . کله چي دپردو لښکروله انتقادونواو ډول ډول فشارونوسره مخامخ سي، هغه وخت ځان په جنایتکارانو، جګړه مارانو، سياسي، مذهبي او قومي دلالانو ساتي؛ د هيواد په بېلابېلو سيموکي د ائتلافي ځواکونو د خپلسرو عملياتو له امله د بې ګونا افغانانو پر وژنه د تمساح اوښکي تويوي؛ په دولتي غونډو اوکنفرانسوکي د پارسي ژبي پرځای پښتو ته پام واړوي؛ او د رواني ناروغانو په شان کله کله داسي بې مفهومه ادعاوي طرحه کوي، چي ګوندي په دې ډول به په خلګوکي د يوه « ملي شخصيت » پرستيژ تر لاسه کړي؛ خوکله چي د خپلو زورواکو ملګرواوپلويانو پرخلاف د خلګو او بشري سازمانو له ډول ډول فشارو سره مخامخ سي، هغه مهال بياپه ائتلافي پوځونو، په تېره بيا امريکايانو د زړه له کومي وياړي؛او په خپل ګومان يې د« افغانستان په ژغورنه » کي د سرښندونوصفتونه اوتعریفونه کوی . يرغلګرو پوځونو د دې واقعيت په پوهېدوسره، چي د افغانستان  ډېری وګړي پښتانه دي؛ او د ډيورينډ دکرښي دواړو خواوو ته يوازي پښتانه دپردو لښکرو له استعماري موخو سره مخالفت او مقاومت کوي، نوځکه دا خبره هيڅ دليل ته اړتيا نه لري، چي د پښتنو د وسله وال مقاومت او ولسي نارضايتۍ دله منځه وړلو په خاطر داسي ګوډاکي حاکم ته اړ دي، چي د ټولني په اکثريت وګړوپوري تړلئ وي؛ او دلستوڼي د مارغوندي تر هر چا مخکي پر خپلو خلګو بريدونه وکي . ائتلافي ځواکونو او په افغان وسله وال پوځ کي شاملو ملېشوپه تېرو اتو کالو کي خپل ټول جنګي ماشين د پښتانه کام پر ضد استعمال کړی دئ . دې ټولو ټکو ته په پام سره، کرزی له خپلوټولو ناکامییو، بې کفايتييو او کمزورو اړخونو سره سره، د ټولو یرغلګرو دولتونو او مغرضو ګاونډييو تر ټولوغوره او آيډيل استازی دئ .


مالوميږي چي له ائتلافي دولتونو څخه دکرزي کله نا کله ګېلي او ماڼې هم د هغو سازشونو او مصلحتونو يوه برخه وي،چي جوړونکي او طراحان يې په خپله دپردو دولتونو سياسي او پوځي ستراتېژيستان دي . دا ټول سياسي مانورونه په حقيقت کي دائتلافي قواوو اوکرزي تر منځ دهغه « زرګري جنګ » يوه برخه ده، چي هدف يې کرزي ته په افغاني ټولنه کي ديوه « خپلواک » او « ملي مشر» رنګ ورکول دي؛ ځکه  دائتلافي پوځونو له خپلسرو عملياتو، تلاښيواو پلټنو، زنداني کولو او ځورونوڅخه د افغانستان په ګوټ ګوټ کي خلګ پزي ته رسېدلي دي .


په داسي حال کي چي پردي پوځونه د هيواد پر ټوله قلمرو بشپړ واک چلوي؛ زموږ په خپله خاوره کي یې د افغانانو او نورو هيوادو د بې ګونا وګړو د ځورني او اختناق له پاره محبسونه جوړکړي دي؛ د دولت وسله پوځ اوملکي مامورينو تنخاوي ورکوي؛ او په يوه جومله کي د پردې تر شا دافغانستان ټولي سياسي، پوځي او اقتصادي چاري اداره کوي، څنګه کېدای سي چي د يوه سرسري او نمايشي انتقاد، ګيلې او مخالفت پر بنسټ ګوډاګي واکداران په خلګوکي ملي تشخص او باور ومومي؟ د همدې استدلال پربنسټ دکرزي اوملګرو داسازمان سوې او ډيزاين سوي ګيلې او ماڼې اوس زموږ پر دردمنو اوکړېدلو خلګوهيڅ اغېزه نه ښندي . داخبره تر لمر روښانه ده، چي هيڅ مشر تر هغه مهاله ملي صبغه نسي خپلولای، چي په خپل درست وجود او روح سره د خپلوخلګو او هيواد تر څنګ ونه درېږي؛ او د ملت د لوړو او سپېڅلو ګټو د ساتني په لاره کي هر رازسرښندني ته چمتو نسي .


د ائتلافي پوځونو سياسي مشران او د ملګرو ملتو د سازمان لاس پر نامه چپاړسیان ظاهراً دکرزي له  حکومت څخه دجنايتکارانو، جګړه مارانو، د مخدره موادو دسوداګرو او نورو فاسدو دولتي واکمنانو د پاکولو او تصفيې نارې سورې وهي؛ مګر په حقيقت کي په خپل ټول سیاسي اومالي ځواک سره د هغو سيله او ملاتړ کوي . «کرپشن »، « وارلارډيزم »، « ډرګ لارډيزم »، « کرونييزم »،« فويريټيزم »، سياسي رشوتونه، لوټمارۍ او رنګارنګ ناوړه استفادې ټول د هغونيالګييو پيداوار دي، چي دوی يې کلونه کلونه په ډېره مينه روزنه کړې ده . دکلْپو او نمايشي انتخاباتوله لاري دکرزي د حکومت سياسي واک ته دوام ورکول، په خپله د جنايتکارانو، جګړه مارانو،غلو او بې کفايته مسوولينو د ملاتړ او دفاع په مانا دئ؛ ځکه ټول افغانان او نړيواله ټولنه ګوري، چي له تېرو اتوکالو څخه تر ننه ګرده ملي ضد او ولسي ضد ډلي ټپلي اوعناصر دکرزي د حکومت پر شاوخوا راغونډ سوي دي؛ او په دې کارکي له لومړۍ ورځي څخه تر اوسنۍ شېبې پوري د پردو دولتونو لوی لاس دئ . له بله پلوه خلګ په دې واقعيت هم ښه پوهېږي، چي ائتلافي پوځونه نن او سبا دهمدغو مزدوروجنګي او سياسي ډلو ټپلوهمکارۍ ته اړتيا لري؛که نه نوهيڅکله به يې دکرزي تر چپني لاندي د هغو بې ساري ودي او راز راز ګټووټو ته شرايط اوامکانات نه برابرولای .  شک نسته چي کرزی له دغومختورو سياسي او جنګي ډلو ټپلو څخه د خپل پوځي اوسياسي  تکيه ځای په توګه کاراخلي؛ خودا وړيا لښکر به تر هغه مهاله د ده پر شاخوا نه را غونډېدلای، چي د پردو استادانو رسمي اجازه نه وای سوې؛ ځکه هرچا ته څرګنده ده، چی کرزی ديوه بې واکه او لاس پوڅي مشر په توګه هيڅکله په خپله پرېکړي نه کوي .


د پردو دولتوسياسي، پوځي او استخباراتي سازمانو دادئ په رډو سترګو يوځل بيا دنمايشي او فرمايشي انتخاباتوترنامه لاندي د افغانستان پر خلګو خپل ګوډاګی حکومت وتپه؛ خو راسئ د خپلو خبرو په دې برخه کي وګورو، چي ايا دکرزي، فهيم او خليلي په وجودکي زموږ د هيواد دسترو او مهمو ملي مسألو دحل څه څرک ليدل کيږي که څنګه؟


له تېرو دېرشوکالو راهيسي د بهرنييو هيوادواستخباراتي سازمانواو يرغلګرو پوځونو خپلو کرغېړنو ستراتېژيکو هدفونو ته د رسېدو په مقصد زموږ بې وزلي هيواد ته دجګړې او تباهۍ اور راوړی دئ .  د دې اور به لمبوکي زموږ ګران هيوادوران او لږ و ډېر دوه ميليونه افغانان شهيد او معيوب سوه . دا واقعيت هرچاته څرګند دئ، چي هيڅ افغانانو هيڅکله دچا پرخاوره، نواميسو او ديني مقدساتو تېری نه دئ کړی؛ اماسره له هغه هم له زرونوکيلومترو واټن څخه زموږ په خاوره کي جګړواو وينو تويولو ته لمن وهل کيږي . د پوځونو زياتول او په جګړه کي له لازياتو ورانوونکو وسلو کاراخيستل هم په هيڅ وجه زموږ دکړکېچني سيمي مُشکلات نه حلوي . په دې خونړي او ورانوونکي جنګ کي به د ډېرو بې ګونا افغانانو ويني توی سي؛ ډېري مندي به بوري او ډېر بچي به بې پلاره سي . د پردو په دې تپل سوې جګړه کي له دېرشو کالو راهيسي زموږ دبې وزلو او بې ګونا افغانانوويني بهيږي؛ کورونه او کلي يې ورانيږي او له راز راز رکړاونو سره مخامخ کيږي .


د همدې دلايلو پربنسټ په افغانستان او سيمه کي د رواني جګړې او بې ثباتۍ له منځه وړل، زموږ د وخت تر ټولو لويه او اساسي اړتيا ده . په افغانستان کي بايدددې ناروا او غيرعادلانه جګړې ژرتر ژره مخنيوی وسي؛ خواساسي پوښتنه داده، چي ايا طالبان، د حکمتيار اسلامي ګوند او نوري وسله والي ډلي به پر دې مشرانو باور وکي؛ او له هغو سره به روغي جوړي ته غاړه کښېږدي؟ له کوچني څخه تر لويه ګرده په دې پوهيږي، چي حامدکرزی، قسيم فهيم( د مارشالۍ رتبه د دې بې سواده او ملېشه يي قومندان د نامه ترڅنګ عسکري پوهي او ملي غرورته توهين او سپکاوی دئ) اوکريم خليلي خود خپل ولس په زورنه، بلکي د امريکايي الوتکو او ټانکو په زور دې خاوري ته راغله؛ په اويايمو کلوکي د هغوی فرعوني اوظالمانه کړه وړه زموږ ټولو افغانانو په خاطروکي تر اوسه ژوندي دي؛ زموږ دلږ و ډېر پينځه شپېته زره هيوادوالو بې رحمانه وژنه؛ په هيوادکي دننه او بهردلکونو بې ګونا افغانانوجبري مهاجرتونه ، دکابل ښاربېرونکي کنډوالې او په لسګونو نورجنايتونه ټول دقسيم فهيم،کريم خليلي اوهغوچنګېز صفته جلادانو له نومونو سره نه شلېدونکی پيوند لري، چي په تېرو اتوکالوکي يې دکرزي د حکومت په بېلابېلو چوکييوکي دمزو او عيشوشپې اوورځي تېرولې .


دغو ترخو واقعيتو ته په پام سره، ايا ددې تاريخي او وياړلي خاوري دسياسي مشرانو په توګه  ددغوبدنامو او کرغېړنو څېروګومارنه، زموږ جنګ ځپلي ملت اونړيوالي ټولني ته څه ورکلای سي؟  جواب کاملاً روښانه دئ . له بهرنييو استخباراتي شبکو او څو محدودو جنګي ډلوټپلو پرته هيڅوک د دغو مختورو او خونخورو ګوډاګيانو دبيا واکمنۍ پلوي نه کوي . دې بې رحمو جلادانو په تېرواتو کالوکي زموږ رټېدلو خلګو ته له وژنو، محبسونو، لوږو، بې کورييو، بې عدالتييو او بدمرغييو پرته بل څه ورکړي دي؟ زموږ خلګ ډېر ښه وايي : « آزموده را آزمودن خطاست . »


د سولي او امنيت په تأمين کي له دې لاس پوڅواو خونخورو مشرانو هيڅ هيله نسي کېدای . تر هغه مهاله چي ائتلافي دولتونه دکرزي، فهيم، خليلي او دهغو د نورو جنايتکارو ملګرو ملاتړ کوي، د ربړېدلواو جنګ ځپلو افغانانو په زړونوکي هغوی ته هيڅ ځای نسته . په بله وينا دجنايتکارو او جګړه مارو ډلو ټپلو پوځي، سياسي او اقتصادي ملاتړ له ټولو مظلومو افغانانو سره د جنګ او جګړې داعلان په مانا دئ . د افغانانونارضايتي او مخالفت به ډېر ژر د يوه ملي پاڅون بڼه واخلي، چي په هغه حالت کي به د« سياسي اينفلوينزا » له بېري په هيوادکي د« سرکوزي داينفلوينزا » دروغجن خبرونه هيڅ ګټه ونه رسوي .  د زورواکو اوفاسدو واکمنانو اولادونه ټول په بهرکي په زده کړو اوکار بوخت دي؛ خو زموږ دبې وزلو هيوادوالو بچيان د عبدلله عبدالله دپلويانو د سياسي وبا د مخنيوي په خاطر، په مياشتو مياشتو له زده کړو بې برخي کيږي . د خپلو ناروا ګټو د تأمين له پاره به دا انساني ضد سياستونه ترکله روان وي؟


تر جګړو او ناارامييو وروسته، زموږ د هيواد دوهمه لويه ستونزه د دولتي واکمنانو او زورواکانو دلوټمارييو، زورزياتييو او ډول ډول غيرقانوني عملونود ختمولو او کنټرول له پاره د معقولو لارو چارو لټول دي . په داسي حال کي چي کرزی، فهيم او خليــــلي په خپله  د ظلـــــمونو، لوټماريـــــيو، حــــــق تلفييو، ناانصافييو او فساد تر ټولو لوی ماډولونه دي ايا وزيران، معينان، واليان، رييسان، مديران، ولسوالان او نور حکومتي چارواکي به د غلا، اختلاس، بډو اخيستو، ناوړه استفادې او ډول ډول ناروا عملو په مخنيوي کي دکرزي، فهيم او خليلي خولې ته ارزښت ورکړي؟ بيا هم جواب  اسانه او روښانه دئ . د هغه قاضي او مفتي خبرو ته څوک د دوو توتو ارزښت نه ورکوي، چي خپله غلا کوي او نوور ته نصيحتونه .  په هيواد کي دکرزي د تېر اته کلن حکومت د ښاري پراختيا د وزير- انجنيير يوسف پښتون خبري زموږ له غوږو نه دي وتلي، چي د ځان د« سپينولو » له پاره يې د تلوېزون له خبريال سره په مرکه کي اعتراف کړی ؤ: « ددې هيوادلکونه جريبه مځکي د سيمه ييزو زورواکانوله خوا په زور سره نيول سوي دي؛ او د دې زورواکانو په ډله کي يوهم مارشال قسيم فهيم دئ . »


 د ښاغلي پښتون د همدې خبرو په استناد به اوس د دولتي فساد، زورزياتييو او چورمخه څنګه نيوله کيږي، چي غله، ډانګيان اوقانوني ارزښتونو ته بې پروا واکمنان د هيواد دمشرتابه پر ګدۍ ناست دي؟ ايا دکرزي، فهيم او خليلي په شان مشران په افغانستان کي د قحط رجال په مانا نه دئ؟ د هيواد د مشرتابه په مقام کي ددغوبدنامو څېروکښېنول په خپله نېکنامۍ، هيوادپالني، پوهي او کمال ته سپکاوی نه دئ؟ زموږ ټول هيوادوال په خپله قضاوت کولای سي، چي دکرزي، فهيم او خليلي کرغېړني کارنامې به په نړيواله ټولنه کي وياړلي او تاريخي افغانستان ته څه نوم ورکي؟ زموږ دردېدلئ ولس شاهد دئ، چي په لوټمارۍ، خيانتونو او ناوړه استفادوکي پر کرزي، قسيم فهيم او کريم خليلي سربېره دکرزي د بې کفايته حکومت زياتره واکمنان شامل دي .


يو وخت به دنړۍ خلګو افغانانو ته دروسي يرغلګرو په وړاندي د هغوی د اتلوال مقاومت له امله د زړه له کومي درناوی کاوه؛ د هغوی له سپېڅلي جهاد او قربانيیوسره به يې خواخوږي ښووله؛ خو اوس په ډېري خواشينۍ سره د مخدره موادو د توليد، انسان تښتوني، لوټمارۍ او پراخ فساد له امله هر افغان ته په سپکه سترګه ګوري . په حقيقت کي دافغانانو پر سترو تاريخي وياړونو اوپاکه لمن د دې تورولکو مسوول دکرزي فاسده اداره او په هيوادکي د څه دپاسه څلوېښتو بهرنييو هيوادونابللي پوځونه دي، چي د فساد ، لوټمارۍ، مخدره موادو، انسان تښتوني اوډول ډول انساني ضد عملو را منځ ته کېدو ته يې مساعد شرايط برابر کړ یدي . که کرزی په بې شرمۍسره ادعا کوي، چي داځل به په حکومت کي د غلا، اختلاس، بډواخيستو، خپلسرييو او فساد دبېلابېلو ډولو مخه ونيسي، خلګ د کوم دليل او ثبوت له مخي باور وکړي؟ که له اسمانه پريشتې راکښته سي او د کرزي په حکومت کي دا ناروا عملونه له منځه يوسي هغه به خدايي مُعجزه وي،که نه نو دکرزي د حکومت په همدغوواکمنانو او همدغو تورو څېرودا وړی هيڅکله نه شړی کيږي . 


تر جګړې او پراخ فساد وروسته، په هيواد کي د ميليونو وګړو وزګارتيا، لوږه، بې کوري، ډول ډول ناروغۍ، د قانون د حاکميت او تنفيذ په لارکي راز راز ستونزي، په ښاروکي د ښووني او روزني محدوديت اوټيټ کيفيت، په ښاروکي دخلګو بې ساری او چاودېدونکی زياتوالی، د ښاري خدمتونو لکه برېښنا، اوبو، ګاز، تيليفون، پوستې او داسي نورو نسته والی يا لږوالی، د اقتصادي بنسټونوکمزوري، دافغان مهاجرو دخپلي خوښي بيا راستنېدو په لارکي بېلابېل خنډونه او په لسګونو نورفرهنګي، اجتماعي او اقتصادي کړاونه ټول هغه پېچلي او څو اړخيزي سياسي،  کلتوري، اجتماعي او اقتصادي مسألې دي، چي هوارول يې لوړه علمي او مسلکي پوهه، عملي تجربي او تر ټولو لوړعادلانه فکر غواړي . زموږ هيوادوال دي تله په لاس کي واخلي؛ او په خپله دي قضاوت وکي، چي اياکرزی، فهيم ، خليلي او د هغوی د حکومت نور طراحان اومجريان د داسي پوهي، هونر، کمال ، تجربې، تفکُر او تدبُر خاوندان دي؟


په تېرو اتو کالوکي د افغانستان خونړييو حالاتو، وران اوويجاړ اقتصاد، د زورواکانو ډول ډول لوبو، د فساد طاعون او لسګونو نورو ناخوالو د دې دروسرو ښاغلو پوهه، استعداد،کفايت اوتجربه  په څرګنده وښوول . سربېره پردې، بله مهمه پوښتنه داده، چي ايا د دې هيواد پاک نفسه، پوه او متخصص شخصيتونه چمتو دي، چي دکرزي، فهيم او خليلي په څېرمشرانو تر لاس لاندي کار وکړي؟ که اوښ د خره په لکۍ وتړل سي، نوخبره روښانه ده، چي په پای کي به څه پېښيږي؟!
له څو غلو، بې کفايته او بې مسلکه کسانو پرته ګومان نه کيږي، چي د هيواد له منلو شخصيتونو څخه څوک د داسي حکومت تر مشرۍ لاندي کار وکړي .


درنو لوستونکو ته به ښه ورپه ياد وي، چي کرزي تر انتخاباتو يوه ورځ مخکي د روان کال د اګست د مياشتۍ پر نونسمه نېټه، د خپلو انتخاباتي مبارزود مالي زېرو په اړه د آرياناتلوېزون له خبريال سره په مرکه کي په ډېر غرور او وياړ سره وويل : « . . . بعضی تاجرها درحکومت ما ميليونها ميليونهادالر کمایی کردند، حال همهء شان ميخواهند همی حکومت دوام کند. از همی خاطر با ما کمک مالی می کند. . .» په دې شک نسته، چي د يرغلګرو پوځونو په تاوده غېږ کي ډېرو مزدورو واکمنانو، د مخدره موادو سوداګرو، د مافيايي اقتصاد نورو توروکړييوخورا ډېري پيسې او شتمنۍ پيدا کړې؛ خوکرزی او دکورنۍ او بهرنۍ مافيا ټولي کړۍ بايد په دې ښه سر خلاص کي، چي دا ټولي ناروا ګټي وټي په حقيقت کي زموږ د بې وزلو اومظلومو افغانانو د سرونو او بدمرغۍ په بيه تر لاسه سوي دي .که يرغلګرو هيوادو او دهغو مزدورو واکمنانو د شخصي، کورنييو او ګروهي ګټووټو پرځای د دې هيواد د بې وزلو بچيانو د بې کارۍ، بې کورۍ، لوږي، ناروغۍ، زده کړي او سوکالۍ غم خوړلای وای، ولي به د دې هيواد مظلوم بچيان ديوې ګولې ډوډۍ د ترلاسه کولو له پاره په سرتړلو کانينرونو کي مړه کېده يا به په سمندرونو او دريابونو کي  ډوبېده . زموږ  په لکونو بې وزلي افغانان همدا اوس له مستييه په ايران او پاکستان کي شپې او ورځي نه تېروي .


  دکرزي، فهيم او خليلي په مشرتوب کي به دهيواد د بيا جوړولو مسأله څنګه حليږي؟ په تېرو اتوکالو کي افغانستان ته د ميليارډونو ډالرو مالي بسپني له راتګ سره سره بياهم د هيواد د بيا ودانولو بهير ډېر کمزوره او ټکنی ؤ.  زياتېدونکي جګړې او ناامنۍ، د واکمنانو چوراو چپاو، بې کفايتۍ او درغلۍبه د هيواد د بيا ودانولو داټکنی بهيرنور هم له سترو ستونزو او خنډونو سره مخامخ کړي .


له ورايه څرګنده ده، چي په بهرنييو اړيکوکي به دکرزي، فهيم او خليلي په څېرکمزرو، بې کفايتو او فاسدو مشرانو د واکمنۍله امله مغرض ګاونډيان او دسيمي پراختيا غوښتوونکي ځواکونه لازياتو لاس وهنو او ورانکارييو ته ملاوي وتړي؛ ځکه هر هيواد د خپلو کرغېړنو ستراتېژيکو نخشو د عملي کولو له پاره د همداسي مناسبي او مساعدي فضا خوبونه ويني . دا وضعه به بې شکه په هيوادکي د وينو تويولو او ورانکارۍ روانه جګړه لاپسي سخته او ارته کړي؛ او نتيجه به داسي چي افغانستان به په سیمه او نړۍ کي د کړکېچ او بې ثباتۍ په يوه ستر اوخطرناک مرکز واوړي .


په دې توګه ګورو، چي دکرزي، فهيم او خليلي مشرتوب دافغانستان او ټولي سيمي د اساسي مسألو له حل سره نه يوازي مرسته نه کوي؛ بلکي د هري ورځي په تېرېدو سره نوي مصيبتونه او ناتارونه رامنځ ته کوي . له دې چاودونکو او کړکېچنو حالاتو څخه د هيواد ژغورنه، لکه څنګه چي په تېرو ليکنو(‘ملي حکومت – په افغانستان کي د ټولو ستونزو دحل لاره’ ‘  ملي غورځنګ  اود هيواد دژغورني تاريخي رسالت ‘،’ايا انتخابات دافغاني مسألو د حل لاره ده؟ ‘  او’ اوس به څه کيږي؟’) کي هم په روښانه ټکو يادونه سوې ده، يوازي او يوازي د یوه ريښتني، نېکنامه ، باکفايته، پياوړي، زړه سواند او مُخلص مؤقت ملي حکومت د جوړېدوله لاري ممکنه ده .  دغه راز مؤقت ملي حکومت به د ملي او ولسي باور په لرلوسره د اسلامي او افغاني دودونو په رڼا کي د طالبانو،د حکمتيار داسلامي ګونداونورو وسله والو ډلو له استازو سره مخامخ، ښکاره او صادقانه خبري وکړي؛ او همېشنۍ ملي روغي جوړي ته د رسېدو په هيله به له هري ممکني وسيلې څخه کار واخلي …


د پوهو، زړه سواندو او سرښندونکو ملي افغانانو دامؤقت حکومت به تر هرڅه وړاندي د ائتلافي لښکرو او د مخالفينو په ډلوکي د ډول ډول بهرنييوجهادي ډلو دسوله ييز ستنېدو معقول او عملي شرايط برابر کړي؛ او په دې توګه به د بېلابېلو هيوادو د لاس وهنو مخه ونيول سي .  د داسي ملي حکومت په را منځ ته کېدو سره به د ملي ګټو او منل سوو نړيوالو حقوقي نورمونو په چوکاټ کي له ټولو ګاونډييو هيوادو او نړيوالي ټولني سره د دوستانه او ګټورو اړيکو نوی فصل پرانيستل سي .


مؤقت ملي حکومت به  د افغانستان له سپېڅلو، مخلصو، پوهو او مجربوکسانو له منځه د هيواد دولتي مسوولينو په غوره کولو سره د افغان ولس او نړيوالي ټولني باور پياوړی کړي؛ او په پای کي به د لازمو شرايطو او امکاناتو په رامنځ ته کولو سره په هيواد کي د خلګو دخوښي قانوني انتخابي حکومت ته لاره هواره کړي . په دې توګه به په افغانستان او سيمه کي د کړکېچونو او بې ثباتييو ريښې وخېژي او د سولي غوړېدلئ پېر به پيل سي . دجګړې او ناامنييو له اور څخه د افغانستان، سيمي او نړۍ د ژغورني له پاره يوازي او يوازي دغه معقوله لار سته اوبس .