کور / نثر / خوب

خوب

 

نوې جامې مې اغوستې وې ، بوټان مې که څه هم نوي نه وه ، خو مورجانې مې راته رنګ کړي وه ، د کتابو بکسه مې که نوې نه وه زړه هم نه وه ،په ډېرې خوشالۍ له همزولو سره دښونځي پر لور روان وم ،دهمزولو له ډلې حامد وويل ، کاشکې زه مې د پلار غوندې انجينر شم !

بيا يې له خالده وپوښتل ته څه وايې چې راتلونکې کې څه شې ؟

خالد وويل زه غواړم ډاکټر شم

حامد له ټولو همزولو لکه ژورنالېست نظرونه واخيستل خو چې زما وار شو نو ويې ويې ويل اسده! ته څه وايې چې راتلونکي کې څه شې ؟

ما چې ځواب ته ځان جوړاوه د خپلې مور غبرګ غږونه مې واورېدل چې ويل يې ، اسده! اسده !زويه! پاڅه ناوخته دی ، ډېر خوب دې وکړ، مزدورۍ ته نه ځې؟