د باميانو د سړک د قير چاري داوږده ځنډ وروسته پيل شوې
دمیدان – بامیانو دسړک دکار اوقیر کولو چارې داوږده ځنډ وروسته پيل شولې .
دمیدان وردګ ولایت والي حلیم فدایي دیوشمېر بهرنیو ژورنالیستانو او دولتي ادارو مسولینوسره جلریز ولسوالی ته دخپل سفرپه ترڅ کې دمیدان – بامیانو سړک کار دبیا پیل اوقیر اچولو څخه لیدنه وکړه.
دلړم په ۱۹ مه دمیدان وردګ ولایت والي ، ولایتي شورا ریس،بهرني ژورنالیستې،امنیتي ارګانونو مسولینواو دولتي ادارو ریسانو سره یوځای دخپلو سفرونو په ترڅ کې په جلریز ولسوالئ کې دمیدان بامیانو دسړک دکار دبیا پيل او قیر اچولو څخه له نژدې لیدنه وکړه،او دمیشتو ولسونو سره یې د دوي دستونزو او مشکلاتو په اړه سلاء مشورې وکړې .
والي ددغه سړک دپخولو میشتو چینايي کمپنئ استازو سره لیدنه وکړه او دکار دچټکتیا او موثریت غوښتنه یې وکړه همدارنګه ښاغلي والي د ددې سړک په اوږدو کې د جلریز ولسوالۍ د اونئ ترکوتله دهغه خامه ځایونو څخه لیدنه وکړه چې دسړک په جریان کې خنډونه راولاړوۍ، همدارنګه ښاغلي والي د تکانې،سیاه خاک، اونئ، سنګلاخ، جلریز بازار او نورو بیلابیلو سیمومیشتو خلکواو دعامه ساتنې میشت پولیسي ځواک ځوانانو سره د دوی دستونزو او مشکلاتو په اړه لیدنې وکړي او دحل په اړه یې اړونده ارګانونو ته لازمې سپارښتنې وکړې ترڅو دخلکو ستونزو په لمنځه وړلوکې کوټلي ګامونه پورته کړل سي .
دجلریز ولسوالۍ میشتو ولسونواو قومي مشرانو د سړک دقیرکولواو دمیشتو ایساف ځواکونود څه باندې (۱۰۰۰۰۰) یولک امریکایي ډالرو په مالي مرسته دبازار سړک او خواوو ته یې دپلو لاروجوړولو او په بازار کې د(۴۰) لمریزوبریښنايي پایو(سولر) د نصبولو څخه چې نومړی بازار یې روښانه کړې دولایت دمقام نه مننه وکړه.