سږ کال په افغانستان کی ۱۸۰۰ امریکایان ټپي سوي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 11th, 2009


اسوشتیټیډ پریس خبر ورکوی چی په تیرو دوو کالو کی کی ۷۰۰۰۰ امریکایی پوځیان زخمیان سوي دي چی د دې څخه ۲۰۰۰۰ یې صرف سږ کال زخمیان سوي چی اکثریت یې د افغانستان څخه را روان دي . خبر وایی چی په دې زخمونو کی د لاسو یا پښو پرې کېدل ، د ملا ماتېدل ، سوځېدل ، دماغی او د نخاع شوکی جراحتونه او د تیره ټوټو په ذریعه زخمونه شامل دي . خبر زیاتوی چی په افغانستان کی د تیرو لسو میاشتو په ترڅ کی ۱۸۰۰ امریکایی پوځیان ټپیان سوي چی د دې څخه ۱۰۰۰ یې په تیرو درو میاشتو کی دي . منبع زیاتوی چی بعضی دغه زخمیان څو میاشتی په روغتون کی بستر وی او د دې زخمونو روحیاتی اثرات د کلونو کلونو لپاره پاتیږی . څیړونکي وایي چی په دې ډرښت سره امریکایی ټولنه ورځ په ورځ ناروغه کیږی .
د یو بل خبر له مخی چی رویټر ورکړ ویل کیږی چی په بادغیس کی د تیری اوونۍ د ۲ امریکایی ورک سوو پوځیانو څخه د یو مړﺉ پرون پیدا سو خو د دوهم پوځي د پیدا کولو هڅي رواني دي . د دغو پوځیانو د پیدا کولو لپاره امریکایی طیارو ۸ افغان پوځیان مفت ووژل .

Copyright Larawbar 2007-2024