د روغتیایی بیمې نشتوالي ۲۲۶۶ پوځیان وژلي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 11th, 2009


فرانس پریس آژانس په خپل تازه راپور کی وایی چی په ۲۰۰۸ کی ۲۲۶۶ امریکایی جنګېدلي او مجرب پوځیان د روغتیایی بیمې یا نیمګړو روغتیایی آسانتیاوو له امله مړه سوي دي چی دا په افغانستان کی د وژل سوو امریکایی پوځی تلفاتو ۱۴ چنده کیږی . راپور وایی چی تیر کال په افغانستان کی ۱۵۵ امریکایی پوځیان وژل سوي وو خو د امریکا په دننه کی ۲۲۶۶ پوځیان له منځه تللی دي چی دا ډیر ستر تلفات دي . خو څیړونکي معتقد دي چی د امریکا اقتصادی بحران اوس ډیر نازولي یعنی جنګېدلي او مجرب پوځیان هم په غېږ کی ونیول .

Copyright Larawbar 2007-2024