كندهار والي: د زندانيانو غوښتنه مو تر واك لوړه ده

56 | نوومبر 12th, 2009


د كندهار ولايت په زندان كې د بنديانو د نه خوړلو اعتصاب د پنځمي ورځي لپاره روان دى.

كندهار والي توريالي ويسا نن يوې خبري غوندې ته وويل چي د خوراك، څښاك او روغتيا په برخه كې يې د بنديانو ستونزې هواري كړي دي، خو د دوى دا غوښتنه چي، د ولسمشر له خوا دې د بخښنې په فرمانونو كې شامل شي، د دوى تر واكه لوړه خبره ده.

ويل كيږي چي د ۵۰ كسانو په شا او خوا كي بنديانو خپلي خولي هم ګنډلي دي او د ۶۰ تنو په شا او خواكې د اعتصاب كوونكو بنديانو روغتيايي حالت د نه خوړلو له امله سم نه دى.

Copyright Larawbar 2007-2024