کور / د ډيورنډ کرښه / پښتون د فلسطینیانو د برخلیک په لور

پښتون د فلسطینیانو د برخلیک په لور

غواړم هغه دوستان مخاطب کړم چي تر اوسه هم اقتصاد، سیاست، قانون او بلاخره هر څه مذهت پوری تړی بی له دی چي د پایلو سوچ یی وکړی۰
ما له یو مشره د باچا خان یوه خاطره اوریدلی وه او هغه دباچاخان(فخر افغان) له خولی داسی وه.
د اسراًیل له جوړیدو د مخه زه فلسطین ته تللی وم او هلته په یوه چایخانه یا هوټل کی ناست وم او شین چای می څښه. د هوټل دننه او مخته د په کټونو او کورسیانو عربان ناست او چا چلم څکاوه ، چا قطعه بازی یا پتی کولی او چا هم د کمسایی دانو سره لوبی کولی. خو بهر هوټل ته نژدی یهودان ښکاریدل چي څوک د خپل کور دیوال جوړوی او څوک هم د ونو شنه نیالګی کینوی. په دی وخت کی ما یو عرب ته چي تر نورو هوښیار معلومیده مخ ورواړاوه او ورته و می ویل چي ګوره تاسی ټول په لوبو او چای څښلو اخته یاست او یهودان کار کوی او زیار باسی، داسی نه چي تاسی له هغوی څخه شاته پاتی شي. عرب سړی چي د چلم دودونه تری چارپیر وه جواب کی راته و ویل چي هغوی بیخبره لیونیان دی. نن سبا یا ډیر ژر له خیره سره مهدی (ع) راځی او له دوی نه ټولی مځکی او جایداد اخلی او موږته یی راکوی..
زه ورته چوپه خوله پاته شوم ځکه چي که چیری می ده هغه د خبرو په مخالفت کی څه ویل نو راته معلومه وه چي د کافر ټاپه را باندی وهی د یو ډیر قوی دلیل په اساس هغه دا چي په ریښتیا هم په اسلام کی راغلی چي مهدی (ع) به راځی۰    
بیا زه خپل هیواد ته ستون شوم او ۲۵ کاله وروسته بیرته فلسطین ولاړم، دا هغه وخت وه چي  اسراًیل جوړ شوی وه او د فلسطین ډیره برخه قبضه وه د بیت الامقدس په شمول او ټولو عربی ملکونو په رڼو سترګو ورته کتل خو هیځ یی هم نشوای کولی۰ په دی وخت کی ما له حد نه ډیر کوشش وکړ چي هغه د چایخانی عرب پیدا کړم او ترینه وپوښتم چي شیخ صاحب مهدی(ع) دی چیرته دی چي راشی او د مسلمانانو ناموس، عزت او خاوره وژغوری؟ اسراًیلو خو دادی بیت الامقدس هم نیولی۰
درنو ورونو د خپلو بعضی دوستانو او مشرانو عقیدو ته چي ګورم چي ګواکی د اسلام لښکر به له خراسان نه پاڅون کوی او د ټول اسلام ملکونه به آزادوی. یا نوری ورته عقیدی. نو زه فکر کوم چي د فلسطین کیدو خواته روان یو او داسی ورځ به راشی چي پښتون به په خپل کور کی اسیر او غلام وی هغه هم د داسی کسانو په لاس چي په اوس زمان کی یی تمه هم نشی کیدای۰
موږ همیش کم زور او ډیر قهر درلودلای او له ډیرو زورورو سره مو بیځایه ډغری وهلی چي پایلی یی زموږ په تاوان وی لکه د ډیورڼډ منهوسه کرښه چي راباندی تیره شوی او تر اوسه یی په اصولی ډول څوک د پوښتنی هم نشته۰او داسی نور. اوس هم په ډیرو زورورو کړیو کی په افغانستان کی د(decentralizing power)یاد قدرت د غیر متمرکز کیدو خبری کښته او پورته کیږی او دا هم ویل کیږی چي پښتانه د تمدن له کاروان سره د یوځای کیدو جوګه ندی او ۲۶۰ کاله پادشاهی یی دی خاوری ته بغیر له بدمرغی نه نور هیڅ هم ندی راوړی او دا اوس هم پښتانه دی چي د نړیوالی ټولنی سره جنګیږی۰
زه خپله له هیواد نه بهر ژوند کوم خو ګورم چي څنګه زما د ټبر او هیواد پر سر په رنګارنګ نومونو تجارت کیږی  چي په ریښتیا سره هم ډیره زړه دردونکی خبره ده. څلور میاشتی دمخه افغانستان ته تللی وم او هلته می ډیر داسی پښتانه لیدل چي له اوسنی جنګ نه راضی ښکاریدل، چا به ویل چي موږ به ناټو او امریکا ته غاښماتونکی جواب ورکوو، چا به ویل چي د اسلام لښکر د کامیابی خواته روان دی او دادی ډیر ژر به ټول هیواد آزاد شی، چا به له ډیری بیخبری نه فخر کاوه چي له پښتنو سره هیڅوک  جنګیدی نشی او نوری ورته قیصی. که څه هم زما خوله د ډیرو دلایلو په اساس بنده ده چي یو یی هم دی سایټ ته د تاوان رسیدو خبره ده او ټول څه نشم ویلي خو بیا هم خپلو خلکو ته که طالب دی که مجاهد یا بل، د یو مخلص شخص په حیث دا وایم چي صرف دا اوس دی په دریوو مسًلو ژور سوچ او دقیقه محاسبه وکړی.

۱. د امریکایانو پوره تلفات دی زموږ له تلفاتو سره پرتله کړی او ورسره دی داهم محاسبه کړی چي که چیری د پښتانه جوش او جنګ نه وای نو امریکا به په کومی بلی پلمی مرکزی آسیا په خپلی اډی بدله کړی وای؟
شاید ډیر دوستان خبر وی چي ۳۰۰۰۰ نور امریکایی عسکر هم د راتلو په حال کی دی او د امریکا صرف د یونیفورم لرونکو عسکرو تعداد له یو لکو اوړی د بی یونیفورمو رقم خو خدای ته معلوم دی ځکه چي شکر دی استخبارات خو نلرو.

۲. امریکا په افغانستان کی دری اټومیک اډی جوړوی چي د شیډنډ د ادی کار یی د ختمیدو په حال کی دی. ټولو پښتنو ته دا خواست کوم چي صرف دغه مسًله دی تجزیه او تحلیل کړی بیا نوری ډیری خبری بربڼډیږی.

۳. شمالی ټلواله او نوری پښتون دښمنه کړی دومره زوروری شوی چي مرکزی حکومت اصلاُ نه منی او چي څه یی زړه غواړی هغه کوی او په بهراو دننه کی د بهرنیانو پر غوګونو ور پراته دی او همدا پکی پو کوی چي افغانستان باید تجزیه شی که نه نو ګواکی د جنوب جنګ به شمال ته د پښتنو په ذریعه را منتقل شی. زه پخپله د دی ډول فعالیتونو په لوړه او ټیټه کچي عینی شاهد یم.
داهم باید په واضغ ډول و وایم چي زما له نظره په کابل کی اوس هم پښتانه تقریباُ د فلسطینیانو حیثیت لری، د دوهمی ډلی اطباعو په نظر ورته کتل کیږی او بدماشی ورباندی کیږی چي ډیره ښه بیلګه یی د عمر انصاری وهل او ډبول د کورنی له غړو سره یی ده.