کور / نثر / باغ

باغ

که څه هم په دغه لوي باغ کې چې ميوه لرونکې اوشنډې ونې درلودي، دباغوان فکرراته دومره نه وه ،خوځان راته دهغه دباغ داسې ونه ښکاره کيده،چې هم دوچکالۍ زورلري اوهم په باغ کې نورو ونوته زيان نه رسوي.
           ډېرو خلکوددي باغ  دخزان کيدولپاره کارکاوه اوهروخت به دښکارکولوپه بهانه ددي باغ په ونوډزې کولي،ددي باغ باغوان چې دچلم څکولوڅو نشه يې ملګرې درلوده له يوخوا ددي باغ په روزنه اوپالنه درست نه پوهيده خوله بلې خوايې کمه هم نه خوړله اوهميشه به يې لوړې ونې ددي لپاره چې په وړو ونو سورى کوي لمنځه وړلي .
            باغوان چې دګلانوډېرشوکي وه،په باغ کې دګلانولپاره ځانګړى ځاى جوړکړى وه،نورخوڅه کوي خپل دچلم ملګرې يې هم نه پريښودل چې هغه ګلان بوي کړي .ځکه خويې ټوله توجواوس لوي باغ ته نه ده،مګرهغه څوداني ګلونوته ده اوټوله ورځ به دهماغې په خواکې ګرځيده اوله بويونوڅخه به يې خونداخيسته .
           ددي لپاره چې دباغون ګلونه څوک بوى نه کړي هغه داوبوکولولپاره دويالې خواته هم نه تلوځکه دامهال دهغه دخوښې ګلونه له رنګه زيړښکاره کيده او يو،يوګل يې په وار رژيدو بالاخره ټولوګلونه ددي باغ وريژيدل او ختم شوه .
باغون چې له دي وړاندي ټوله توجو ګلونوته کوله دباغ دنګې وني هم ترينه ښکاريانو دښکارپه پلمه ويشتلى وي اوتاندسرونه يې اوس زوړندښکاره کيدل،له بل لورې دده نشه يې ملګروهم دباغ دونوبيخونه دچلم په سکروټو وچيدوته نږدي کړي وه                                    زه چې له وچکالۍ اودښکاريانوله ګذارنوسره اشناوم نوځکه خومې دباغ ټولۍ مرغۍ ځان سره ميلمنې کړي اودښکاريانوټوله توجو زما خواته وه اودباغ نورې ونې مې دهغوى له شره خلاصي کړي .
خواوس هم په دي ويريږم که باغوان دخپلو ونوپالنې او روزنې ته سالمه توجو ونه کړي دده دچلم ملګرې چې کله کله خوبه يې په نشه کې دده دباغ مالکان هم ځان ګاڼه دونوبيخونوته نورسکروټې وغورځوي او له ماڅخه به ټولې مرغۍ په هوا اونورو ونوته به يوځل بيا دښکاريانو پام راو ګرځوي اوهغه دکلونورسيدلى باغ به په خزان بدل کړي .
 www.ataullah.blogfa.com
a.khogyani@gmail.com