کور / رسنۍ / (نــــــــــــــــــــــــن)غبرګه سوه

(نــــــــــــــــــــــــن)غبرګه سوه


دهلمندولايت  څخه په پښتو ژبه د(نن) اسلامي ، ښوونيزه ، كلتوري او تفريحي  مجله دوهم ځل  په ښکلې پښتۍ کي دچاپ څخه راووتل  او دهيواد په ګوټ ګوټ کي يې د(ني) ددفترونو څخه ترلاسه کولاى سئ .
د (نن) مجله چي دځوانو پوهيالانو له خوا څخه پرمخ بېول كېږي ترډېره بريده كوښښ په كښي سوى دئ چې ننني ښوونيز ، ادبي ، كلتوري اوتفريحي مسايل وټولو وطنوالو ته په ځانګړي ډول وځوانانو ته ورسوي .
ددې مجلې څخه موخه داده چي ځوانانو ته په زړه پوري ،ښکلي او خوندور مطالب وړاندي کړي.
دټولو هيوادوالو څخه په درناوي غوښتنه كېږي چې د(نن) مجله ستاسو لپاره ده ويې ګورۍ  او هيله منديو چې په راتلونكي ګڼه كي خپلي ګټوري نظريې ،مفکورې او ګټوري  ليکني  په لاندي پته راولېږي.
 nan@batkhela.com   برېښناليک : m.shahmushfiq@gmail.com
ګرځنده ټيليفون: ٠٧٠٠٨٨٢٩٨٠
   
همداراز به د (نن) مجله ډېر ژر دنړيوال جال(انټرنيټ) دلاري پرليكه سي.
يادونه : (نن) مجله  ستاسو انتقادونو ، نظريو او ليکنو ته په پراخ تندي هرکلى وائي.