مصر:په ملیونونو کسان ‍پرون شپه سرکوڼوته راوتلی وول

د لراوبر اداره | نوومبر 15th, 2009


 تیره شپه د مصرا و الجزایر د ملی  ټیمونو  ترمنځ د فوتبال سیالی ترسره شوه چه په ترڅ کی دوه د هیڅ به وړاندی د مصر په ګټه پای ته ورسیده .
نوموړی لوبه  د ۲۰۱۰ کال نړویوالو لوبوته د لاری د موندلو  لپاره ترسره شوه خو ویی نه شو کړای چی لوبه پای ته ورسوی
 د دواړو هیوادونو لوبه ډله به  په راتلونکی اونی که په سوډوان کی لوبه وکړی تر څو ګټونکی لوبډله نړیوالو سیالیو ته چی په راتلونکی کال کی په جنوب افریقا کی ترسره کیږی لاره همواره کړی.
تیره شپه کله چی د مصر لوبډلی دوه د هیڅ په وړاندی الجزیری ته ماته ورکړه په میلیونو کسان  چی په لاسونو کی د مصر بیرغونه ول   سړکونو ته راوتلی وول او تر سهار یی د مصرناری وهلی او خوشحالی کوله .
مصر د ۲۰۱۰ کال نړیوالو سیالو لپاره دری ګولونه اړتیا لری چی دوه یی تیره شپه تر سره کړل.
دا لوبه په داسی حال کی تر سره شو کله چی الجزایر لوبډلی غوښتل له هوټل څخه د دلوبی ډګر ته ولاړ شی له مصریانو له لوری وربانی د کاڼو بارانونه وشول چی په ترڅ کی یی څلور  تنه لوبغاړی ژوبل شول ،  خو د مصر امنیتی چارواکو دا ادعاوی ردوی او مصری او الجزایری رسنی یی په جعلی خپرونو تورن کړی دی .
خو الجزایر یو دولتی مقام رسنیو ته ویلی چی دوی له دی حالته ویره اخیستی او د لوبډلو روحیات یی کمزوری شوی . 
همدارنګه د فیفا یو مقام هم  دا پیښه د فرانسی د خبری اژانس په حواله  تاید کړی.


دغو دواړه لوب ډلو څو ځلی لوبه کړی چی یوه لوبه یی هم په کال ۱۹۸۹ کی وه خو ورسته له ډیرو زیانونو او تاوتریخوالی پای ورسیده

Copyright Larawbar 2007-2024