هندوستان ته د افغانستان د مڼو صادرات پیل شول

د لراوبر اداره | نوومبر 13th, 2009


 د پنجشنبی پر ورځ د کابل له نړیوال هوایی ډګر څخه نوموړی هیواد  ته د مڼو لومړی جوپه د هندی الوتکی په وسله  ولیږدل شوه.
دافغانستان دکرهنی اوبو لګولو اومالداری وزیر محمد آصف رحیمی وویل دوی پدی ازموینزه جوپه کی هندوستان ته شاوخوا دری مټریکه ټنه د پکتیا او میدان وردګو مڼی دهند بازار ته ولیږلی.
ښاغلی رحیمی پدی اړه خبریالانو ته وویل پخوا هم افغانستان هندوستان ته نږدی لس ټنه مڼی د ځمکی له لاری استولی وی.
د کرنی وزارت د معلوماتو له مخی کچیری افغانی مڼی دهند د روغتیا ساتنی له نورم سره برابری وی نو هره اونی به اویا ټنه مڼی ور واستول شی.
 
ښاغلي رحيمي وويل (( د افغانستان دسوداګریزو محصولاتو په ځانکړی توګه د مڼو لپاره دهند دروازی پرانیستل شوی،دا دری ټنه افغانی مڼی چی د ایر هندی الوتکی په وسیله هند استول کیږی دا لومړی جوپه مڼی چی هند ته استول کیږی او دا لړی به دافغانستان په راتلونکی نسل کی د پیړیو لپاره روانه وی.))

په افغانستان کې څو ډوله مڼی موجودی دی چی  تيرماهي، نازک بد نې، بېروتۍ،مارلنګ،جنتي، جورسې، شاهي،کندي، تورشکې،خرمڼې، خال مڼې، ترخکې، ناکي،قندي، بوڅۍ،کدوسېوې،کلچه سېوې، نرمکې،خوږکې او داسې نورې ډېرې مشهورې دي.
او په نړی کی بیا اوه زره پنځه پنځه سوه ډوله مڼی شته چی  درنګ له مخی په سپینو، سرو اوشنو او د ذایقی له مخی په تروشو او خوږو ویشل شوی دی. د مڼې اصلي وطن د قزاقستان( الماتا) سیمه ګڼل کیږي او په نړۍ کې په وار سره په چین. امریکا ، ترکیه او ایټالیا کې ډیرې مڼې شتون لري
بڼوالی  او کرنه چی دافغانستان دملي اقتصاد لويه اوډيره مهمه برخه ده ددی هیواد دكاری ځواک ۶۱%اود نفوس ۸۱ سلمه يې بوخته ساتلي ده خو په افغانستان كي دكرهني (څانګې) فعاليت د قناعت  وړ ندی پدی هیواد کی د کرهنیز سیستم پراختیا  لپاره تر اوسه پوری کوټلی ګامونه ندی اوچت شوی.
او تر اوسه پوری د طبعي پيښو لكه د سېلاوونو ، دملخانو بريد څخه ناخبرتيا ،دبزګرانو دپوهي کچی  تيټوالې اوپه نوی بڼه د کرنیزی ټکنالوژی رواجولودخدمتونو نشتوالي د کرهنی له ټکناوجی څخه وروسته والی ښیی.
افغانستان په بنسټيزه توګه د ټيټي کچی  توليدونكى کرنیز هيواد دي.۸۰% زيات وګړي يْ په كليوالي سيمو كي ژوند كوي د یاد شوی هیواد ځمكي ۱۲%د كښت وړ ۴۶% دايم څړ ځايونه  او ورشو ګاني ۳%ځنګلونه او پاتي ۳۹%شاړی دی كرنه په افغانستان كي دملا دتير حيثيت لري كه څه هم دڅوولسيزو  جګړو او وروستيو پنځه كلنونو وچكاليو کرنیزفعاليتونو ځپلي دي او دطبعي سرچينو په كمو لو كي یی لويه ونډه درلود لي ده. غنم ، شولی جوار، او اوربشي ،يې دغلي حاصلات جوړوي مهمي او مشهوري ميوي يې ،انګور،مڼي ،هندواڼي  ،خټكي اناردي او داسی نور دی . كچالو مولي ، ،رومي بانجان ،پالك ، کدو،اوځینی  نور د سبزیجاتو او ترکاری له ډلی  څخه دي دا ټول محصولات دكورني مصرف او بهرته دليږدولو لپاره توليديږي وچي ميوي ، زردالو اوممیز یی ددی هیواد مهم صادراتی توکی دی.
د افغانستان د سوداګری او صنایعو د خونی د عامه اړیکو مسول روح الله احمدزی وایی تر اوسه پوری د افغانستان د وچو او لند میو د صادراتو لپاره په عمل کی څه ندی شوی .

ښاغل احمدزی وایی د افغانستان د  وچو میو ډیره برخه  پاکستان او هند هیوادونه پخپل نامه بهرنیو هیوادونو ته صاروی
دی زیاتوی چی سږکال د افغانستان د لندو میو په صادراتو کی د پام وړ کموالی راغلی دی.

د نوموړی په وینا که چیری خصوصی سکټور او افغان دولت په ګډه د وچو او لند میو د پروسس لپاره ګامونه واخلی نو افغانستان به یی له صادراتو څخه زیاتی پیسی تر لاسه کړی.

د کارپوهانو په اند که چیری د هیواد کروندګرو ته اصلاح شوی کرنیز تخمونه ،سره د اوبو زیرمو جوړول او د وخت له غوښتنی سره سم کرنیزه ټکنالوژی برابره شی نو ددی پخوا کی چی په کور دننه به دغلو دانو کمښت مخه ونیول شی کیدای شی د افغانستان کرنیز پیداوار په پراخه کچه نړیوالو بازارونو ته هم واړندی شی.
 

Copyright Larawbar 2007-2024