په كندز كي اصلاح تخمونه او كېمياوي سره ويشل پيل شوه

56 | نوومبر 15th, 2009


په كندز ولايت كې زرګونو تنو بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شوو تخمونواو كيمياوي سرې ويشل پيل شو.
د كندز د كرنې او مالدارۍ رئيس عبدالعزير نيكزاد ويلي چي ددې ولايت په مركز او دريو ولسواليو كي به كابو پنځه پنځوس زرو كروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او كيمياوي سره وويشل شي.
په خبر كې ويل شوي چي هر بزګر ته به يوه بوجۍ اصلاح شوى تخم او درې بوجۍ كيمياوي سره له بازار څخه په شپيته فيصده كمه بيه وركړل شي.

Copyright Larawbar 2007-2024