کور / تازه خبرونه / د جرمنی د دفاع د وزیر پر هلیکوپتر ډزي وسوې

د جرمنی د دفاع د وزیر پر هلیکوپتر ډزي وسوې

فرانس پریس آژانس خبر ورکوی چی پرون په کندز کی پر درو هغو هلیکوپترونو د مځکي څخه ګوزارونه وسول چی په یوه کی د جرمنی د دفاع د وزیر ( کارل تیودور زو ګنبرګ ) سپور و . خو یوه مرمۍ هم پر هلیکوپترونو نه ده لګېدلې او هغوی ټول سالم بچ سول .
د یو بل خبر له مخی چی د انګلستان د دفاع وزارت ورکړ یو برتانوﺉ پوځی د هلمند په سنګین کی د طالبانو په مخامخ ډزو سره ووژل سو .
د امریکا بالتیمور سن ورځپاڼي خبر ورکړ چی د بالتیمور یو ۴۳ کلن علمی شخصیت چی دوې اوونۍ مخکی عسکری ته شامل سوی او افغانستان ته لیږل سوی و ، پرون په سید آباد کی د بم چاودني وواژه . دغه سړی د پوهنتون علمی کادر ، د سېلانیانو د چارو متخصص او د بېلابیلو کلتورونو په باره کی درس ورکونکی و . امریکایان د هغه وژنه یوه لویه ضایعه بولی خو مرګ هغه افغانستان ته ور وباله .