ديني عالمان د سواد زده كړي سره همكاري كوي

56 | نوومبر 16th, 2009


په كابل كي په لسګونو ملا امامانو او دينې عالمانو د يوې غونډي په ترڅ كي ژمنه وكړه، چي د سواد د زده كړي د پروګرامونو د پر مخ بيولو په برخه كي به هر اړخيزه همكاري كوي.
د سواد د زده كړي د پر مخ بيولو درې ورځينى سيمينار چي د افغانستان د ختيځو او شمالي ولايتونو څلويښتو تنو ملا امامان په كي ګډون كړى، د دوشنبې په ورځ په كابل كي پيل شو.
د كنړ ولايت د پېچ درې يو تن ملا امام چې پدغه سيمينار كې يې ګډون درلود وويل، دينې عالمان د خلكو په باسواده كولو كې خپل رول ادا كوي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د سواد حياتي معيينت چې دا پروګرام يې په لاره اچولى دى ويلي دي، چي په راتلونكو اونيو كي به د افغانستان په ټولو ولايتونو كي ملا امامانو ته بلنه وركړل شي، چي په ورته سيمينارونو كي كډون وكړي .
د پوهنې وزارت وايې، هڅه كوي چي ښځينه او نارينه وو، ته د حياتي سواد پروګرامونه زيات كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024